جرمني: د املاکو له کرایو څخه په ملیونو يورو گټه رسیدلې
۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبهاعلان
د املاکو د شرکتونو ترڅنگ هغه سهامي شرکتونه هم، چي د املاکو سهمونه لري، ددغي گټي څخه مستفید سوي دي. دا هم پداسي حال کي ده، چي د ۲۰۱۸ م کال په مقایسه کرایې شپږ فیصده نوري هم لوړي سوي دي . داسي چي یو متر مربع کور په متوسط ډول په ۶،۹۳ یورو ؤ.
په عین حال کي د ونوویا شرکت د کورونو د ترمیمولو ، عصري کولو او نوو کورونو د جوړلو په لار کي تقریبأ دوه ملیارډه یورو مصرف کړي دي. په ویسباډن کي د احصایې د مرکزي ادارې په حواله د ۲۰۱۷ م کال په اخره کي په جرمني کي تقریبآ ۴۲ ملیونه اپاررتمانونه موجود وه، چي اکثره یې په برلین کي دي. دا په دې معنی ، چي په دغه هیواد کي د کورونو قلت نه دی موجود.