جرمني: د پیسو او مذهبي عقیدې د رابطې په اړه نندراتون
۱۳۹۹ خرداد ۵, دوشنبهد نوردراین ویستفالن ایالت په تلګته ښار کي د پیسو او مذهبي عقیدې درابطې دغه نندارتون به چي د اګست میاشتي تر۳۰ مي پوري دوام کوي، دا سوال مطرح وي، چي په اسلام، عیسویت او یهودیت کي پيسو او ثروت ته له مذهبي عقیدې سره څه ډول ارتباط او هماهنګي ورکول کیږي.
دغه نندارتون د نوردراین ویستفالن ایالت د مذهبي کلتور په موزیم کي د جوړ سوی دی.
د پیسو او مذهبي عقیدې ددغه نندارتون جوړونکي وايي، چي حتی په مقدسو اسماني کتابونو کي هم د پیسو په اړه احکام او ممنوعیتونه وجود لري. په دغو کتابونو کي نه یوازي ارام او هوسا ژوند رول لري، بلکي د سود د ممنوعیت او تجارت په باب هم ښکاره احکام موجود دي.
په نندارتون کي همدارنګه د خیرغوښتونکو اهدافو په خاطر د اعانو راټولولو دعنعنې ارتباط ته هم نظر اچول کیږي، لکه په کلیساوو کي چي د یکشنبې په ورځو باندي راټولیږي.
په دغه نندارتون کي د درو توحیدي ادیانو په منځ کي د پیسو رول ښکاره سوی دی. تاریخي ګرافیکونه او نور شیان او اسناد چي د مذهبي عقیدې او پیسو ترمنځ ارتباط ښکاره کوي، نندارې ته ایښوول سوي دي. مثلأ پر ځینو بانکنوټونو باندي )موږ پر خدای ایمان لرو( لیکل سوي دي. پرامریکايي ډالرو باندي اوس هم لیکلي:»In God we trust«
د پیسو او ثروت مفهوم د بشري تاریخ په جریان کي د باقي دنیا او آخرت په هکله ځینو تصوراتو کي رول درلودئ. د دغو رسم و رواجو څخه یو دا وو چي د مړي د ښخیدو پر مهال یې د هغه پر کفن یا کمیس باندي د پیسو سکې ایښوولې، چي په حقیقت کي هیڅ جیب نه لري.
د دغه نندراتون په ډیرو برخو کي سربیره پردې دا سوال هم مطرح دی، چي ایا ثروت د شیطان کار او غربت د خدای تعالی غوښتنه ده او که برعکس.
په دغه نندراتون کي د پیسو، ثروت، زیوراتو او فقر په ارتباط عامي عقیدې او کیسې هم منعکس سوي دي.