جرمني: د نهه یورويي ټکت عوضي رامنځته کیږي
۱۴۰۱ شهریور ۲۹, سهشنبهاعلان
د جرمني مرکزي او ایالتي حکومتونه غواړي تر راتلونکي اکتوبر میاشتي پوري په عامه ترانسپورت کي د نهه یورويي ټکت عوضي پیشنهاد کړي. د زرغون ګوند څخه د ترانسپورت د ایالتي وزیرانو رئیسه، مایکه شېفر د مرکزي حکومت د ترانسپورت وزیر، فولکر وِسینګ سره ترسلا مشورو وروسته وویل: ټولو ایالتونو قبوله کړې ده چي د نهه یورويي ټکت په عوض بل ټکت رامنځته کړي. خو د هغه په تمویل کي هم باید مرکزي او هم ایالتي حکومتونه ونډه ولري.
د شېفر په خبره دغه ډول یو ټکت به بیا د راتلونکي ۲۰۲۳ م کال د جنورۍ له اولی څخه رامنځته سي او بیه به یې د ۴۹ او ۶۹ یورو تر منځ وي.