جرمني: د فامیلي جنايي بانډونو پرضد پراخ عملیات
۱۳۹۹ مرداد ۲۶, یکشنبهاعلان
د راین ویستفالن ایالت پولیسو ویلي دي، چي دغه پراخ عملیات په بوخوم، دورتموند، اېسن، اوپرتال، ګلزنکیرشن، دویسبورګ، هېرنه، ویټن او مېټمن کي تر سره سول او تر ټولو دمخه یې تمرکز غیرقانوني قمارخانو ته متوجه ؤ، خو قهوه خانې، چای خانې، قیلون خانې او کلتوري مرکزونه هم وپلټل سول.
پولیسو وروسته وویل، چي دوی مجموعأ ۲۱ د قمار هغه ماشینان ضبط کړي، چي د چارواکو سره ثبت سوي نه وه. چارواکو همدارنګه تر ۳۴۰۰۰ اضافه یورو او د قیلون دپاره درې کیلوګرامه تنباکو هم ضبط کړي دي.
د هغوی په خبره پر دې سربیره د عملیاتو په اخره کي د غیر قانوني قمار او مالیاتي تقلب په دلیل د جنايي اعمالو د شک ۱۳ رسمي مورده صادر سوي دي.
زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: