تهران وايی چې ايران له امريکا سره خبرې نه دی کړی او د افغانستان لپاره به بيلابيل استازي په مونشن کې سره وګوري
۱۳۸۸ فروردین ۱۲, چهارشنبهد امريکې د بهرنيو چارو وزيرې ميرمن هلري کلنټن په ډاگه کړې، چې د افغانستان او پاکستان د پاره د دوی ځانگړي استازي ريچارد هولبروک د سه شنبې په ورځ د ايران د بهرنيو چارو له مرستيال وزير مهدي آخوندزاده سره وکتل.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند حسن قشقاوي د مهر آژانس ته ويلي دي، چې د افغانستان د کانفرانس په موقع نه رسمي او نه غير رسمي ليدنه کتنه له امريکايانو سره شوې او موږ په دې اړوند هر خبر رد کوو.
د افغانستان او پاکستان د پاره ځانگړي استازي نن چهارشنبه د آلمان د مونشن په ښار کې سره گوري، تر څو له سيمې سره د معاملې کولو په منظور يو ډله وټاکي.
له ١٤ هېوادونو څخه استازي په دې صلاح مشورو کې برخه اخلي، او هدف يې په افغانستان کې د نوې ستراتيژۍ پلي کونه دئ. د برخوالو په ډله کې د امريکې د متحده ايالتونو استازی ريچارد هولبروک، د آلمان استازې برند موتڅېلبورگ Bernd Muetzelburg او د اورپايي ټولنې ځانگړی استازی ايتوري سيکي هم شامل دي.
د امريکې متحده ايالتونو د سه شنبې په ورځ د هاگ په غونډه کې، د افغانستان په هکله خپله نوې ستراتيژي وړاندې کړه، او پر دې باندې يې ټينگار وکړ، چې بايد د بيارغونې چارې پياوړې او سيمه ايز اړخونه راشريک کړل شي.
د جرمن حکومت وغوښتل چې د افغانستان د پاره زيات څارندوی وروزي او هم د بيارغونې خپلو ملکي پروگرامونو ته دوام ورکړي.
د امريکې متحده ايالتونو او اورپايي ټولنې دا هوډ وکړ، چې د آگست د مياشتې ټاکنو ته په مليونو ډالره ورکړي.