تر سلیماني وروسته د سپاه پاسداران یو بل قوماندان وژل شوی
۱۳۹۸ اسفند ۱۷, شنبهرویټرز خبري آژانس د ایران د فارس خبري آژانس په حواله لیکلي دي چې د ایران د سپاه پاسداران یو لوړ پوړی قوماندان په سوریې کې وژل شوی دی. د فارس خبري آژانس لیکلي دي چې د «بي بي زینب د حرم یو له دفاع کونکو څخه» فرهاد دبیریان په سوریې کې وژل شوی دی.
د بي بي زینب زیارت چې د شعیه مسلمانانو له پاره یو له مقدسو ځایونو څخه دی، د سوریې د پلازمېنې دمشق په سویل کې موقعیت لري.
فارس چې د ایران سپاه پاسداران ته نږدې خبري آژانس دی لیکلي دي چې فرهاد دبیریان مخکې تر دې د سوریې په مرکز کې پراته تاریخي ښار پالمیرا کې د سپاه پاسداران قوماندان وو.
سپاه قدس ډله، د سپاه پاسداران بهرنۍ څانګه ده چې د افغانستان، پاکستان، عراق، لبنان او نورو هیوادونو له ملیشه و څخه تشکیله شوې ده چې د تیرو نهم کلونو راهیسې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد د ځواکونو په ملاتړ جنګیږي. ویل کیږي چې دغه ډله په افغانستان او عراق کې هم فعالیت لري.
څه موده مخکې په عراق کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د سپاه پاسداران د القدس ډلې مشر قاسم سلیماني تر وژل کیدو او په عراق کې د امریکا پر پوځي اډو د ایران د غچ احیستونکو توغندیزو بریدونو په پایله کې، د دواړو هیوادونو مناسبات دومره خراب شول چې جنګ ته نږدې شوي وو.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان چې مقر یې په لندن کې دی او د سوریې د جګړې د تحولاتو په اړه رپوټ ورکوي، تائید کړې ده چې د دمشق په سویل سیده زینب سیمه کې د ایران د سپاه پاسداران یو لوړپوړی قوماندان وژل شوی دی.
په دې اړه چې د ایران سپاه پاسداران دغه قوماندان څنګه او څه وخت وژل شوی دی تر اوسه پورې جزئیات نه دي ورکړل شوي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ص