You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
ترکيه
په دې پاڼه کي د ترکيې د اقتصاد او سياست په اړه مطالب موندلای سئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
المان په ترکيه کي «پاتريوت» ماموريت پای ته رسوي
دا د الماني پوځ لپاره یوه ډیره هیجاني قومانده وه. هغه دا چي «په ترکیه کي د پاتریوت» ماموریت په غاړه واخلي.
د سیمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
د سیمي او نړۍ مهم خبرونه په انځورونو کې
لنډ خبرونه په انځورونو کې
په سوریه کې پر سیالیو افراطي ډلو د داعش یرغلونه
د سوريې په شمال کي د داعش او نورو وسله والو ډلو ترمنځ جگړه روانه ده.
په استانبول کي د امريکا پر کونسلگرۍ يرغل سوی
د ترکيې په ستر ښار استانبول کي د دوشنبې ورځي په سهار د پوليسو يو مرکز او د امريکا پر کونسلگرۍ باندي يرغلونه سوي دي.
پر ترکيې باندي نيوکي پر ډېرېدو دي
ترکيې د کردستان پر کارگر گوند خپلو هوايي بريدونو ته دوام ورکړی. خو د ملگري ملتونه او ناټو وايي چي تر جنگ خبري ښې دي.
ترکيه سوريې ته پلی ځواک نه لېږي
د ترکيې لومړي وزير ويلي دي چي هيواد ئې په پام کي نه لري سوريې ته پلی ځواک ولېږي خو پر داعش باندي به هوايي بريدونه کوي.
ترکيې په سوريه کي پر داعش هوايي يرغل کړی
گومان کيږي چي دغه هوايي يرغل به د هغي خونړۍ چاودني جواب وي چي د ترکيې په سرحدي ښار سوروچ کي وسوه او ۳۲ انسانان يې ووژل.
په ترکيه کي چاودني سخته مرگ ژوبله روسلې
چاودنه په داسي حال کي سوې ده چي په يوه فرهنگي مرکز کي غونډه روانه وه. بريد کيدای سي ځانمرگي وي.
په ترکيه کي پر همجنس بازانو باندي د پوليسو يرغل
د ترکيې د ښورښ ضد پوليسو د استانبول د ښاروال په لارښوونه د همجنس بازانو پر سوله ييز لاريون اوښکن گاز او ربړي مرمۍ اورولي
ترکیې د سوریایې کډوالو پر وړاندی خپل سرحدونه محدود کړي دي
ترکیې د سوریایې کډوالو پر وړاندی خپل سرحدونه محدود کړي دي
اردوغان په پارلمان کي اکثريت بايللی
د ترکیې په پارلماني ټاکنو کې واکمن محافظه پاله اسلامي گوند عدالت او پراختیا(AKP) خپل بشپړ اکثریت له لاسه ورکړ.
په ترکیې کې پارلماني ټاکنې پيل شوې
په ترکیې کې پارلماني ټاکنې پيل شوې
ناټو تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم په افغانستان کي پاتيږي
د ناټو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ترکیه کې موافقه وکړه چې په افغانستان کې به تر ۲۰۱۶م کال وروسته هم حضور ولري
په انتاليا کي د افغانستان په اړه غونډه
په انتاليا کي د ناټو د غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غونډه، په افغانستان کي د ناټو اوږدمهاله حضور په اړه ده.
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
په دې انځورونو کې اروپا ته د یوه افغان کډوال پیاده سفر ښوول شوی دی
د يوې افغاني مهاجري کورنۍ دردونکې کيسه
هر کال په زرونو افغانان له قاچاقي لارو د اروپا پر لور خوځیږي.
د آلمان او ترکیې تر منځ دیپلوماتیک کړکیچ
څه د پاسه ۲۴ ساعته وروسته، د ترکیې هیواد له آرمنیانو سره د جنایتونو د موضوع په هکله د آلمان د ولسمشر یو آخیم گاوک څرگندونو ته غبرگون وښود. په دې هکله د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت څرگندونې ډیرې تندې وې.
اردوغان: د داعش پر ضد دي مځکني عمليات وسي
د اردوغان په اند د اسلامي دولت ډلي پر ضد هوايي بمبارۍ کافي نه دي.
انځورونه: په کابل کي د افغان- ترک نندارتون
افغانستان او ترکيې په کابل کي خپل پنځم نندارتون پرانيست.
اوجالان: کردان دي وسلې پر مځکه کښېږدي
د «کردستان کارگر گوند» بندي مشر عبدالله اوجالان په يوه وينا کي له کردي جنگياليو څخه غوښتي دي چي وسلې پر مځکه کښېږدي.
کېدای سي درې بريتانياوۍ له داعش سره يو ځای سوي وي
د بريتانيا د پوليسو پلټني ښيي چي د لندن درې تنې نجوني کېدای سي له داعش سره يوځای سوي وي.
کوردان د کوباني په جنگ کې برلاسه شوي دي
تر کيې ته نژدې د سوريې پر کوباندي ښار باندي له څو مياشتو راهيسي جنگ روان وو.
په ترکيه کي وېښتان ارزانه کرل کيږي
ډیر هغه نارينه چي وېښتان ئې توی سوي دي اوس غواړي چي بيرته ئې ولري. اوس په نړۍ کي وېښتان بيرته په سر کي کرل کيږي.
حیات بومدین په ترکیه کې لیدل شوې ده
د ترکیې د یوه استخباراتي چارواکي له قوله حیات بومدین، د جنوري میاشتې پر دوهمه نېټه استانبول ته پرواز کړی دی.
پر ترکيې باندي د اروپايي ټولني او امريکا نيوکي
اروپایي ټولني او امریکا متحدو ایالاتو په ترکیه کې د رسنیو په شرکتونو کې د پولیسو تالاشۍ او د ژورناليستانو نیول غندلي دي. په نیول شوي کسانو کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مخالف واعظ گیولن پلویان هم شامل دي.
د عراق کوردي «پېشمرگي» کوباني ته ننوتل
د «پېشمرگي» په نوم د عراق کوردي ملیشې د ترکیې پولي ته څرمه د سوریې کوباني ښار ته رسیدلي دي. دغه ښار د افراطي اسلامپاله ډلې «اسلامي دولت» له خوا کلابند دی. نړيوال ائتلاف بيا په دغه ښار کي د ترهگرو پر مورچلو بمبارۍ کړي دي.
کردي پیشمرگي ملېشې ترکیې ته رسیدلي دي
د عراقي کردانو پیشمرگي ملېشې ترکیې ته رسیدلي دي، څو په سوريه کې له کوردي ځواکونو سره د «اسلامي دولت» پر ضد جگړه کې مرسته وکړي. تر دې مخکې ترکیې ویلي ول چې دغو ځواکونو ته به له خپلې خاورې څخه د تیریدو اجازه وکړي.
افغانستان او ترکيې ستراتيژيک سند لاسليک کړ
افغانستان او ترکيې هم ستراتيژيک سند لاسلیک کړ. د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان نن په کابل کي له خپل افغان سيال اشرف غني احمدزي سره په يوه گډه خبري غونډه کي له افغانستان سره پر مرستو ټينگار وکړ.
آيا «IS» د کوباني ښار مرکز ته رسېدلي؟
د بشري حقونو د فعالانو په خبره د تروريستي ډلي «اسلامي دولت» جنگيالي په اول وار د کوباني ښار د مرکز پر لور پرمختگ کړی دئ. ترکيه اوس سمدلاسه د دغي ډلي پرضد عملياتو له پاره خپلي پوځي اډې نه پرانيزي.
ترکيه د «IS» پرضد ائتلاف سره همکاري کوي
ترکیې امریکا متحدو ایالاتو ته له خپلو هوایي اډو څخه د «اسلامي دولت» ډلي پر ضد د هوایي عملیاتو د ترسره کولو اجازه ورکړې ده. دا پریکړه پر ترکیې باندي تر نړیوال فشار وروسته د انقرې له خوا نیول شوې ده.
اردوغان: احتجاجونه د سولي پروسې ته زيان اړوي
کردان په ترکيه کي احتجاجونه کوي. دوی په سوريه کي د «اسلامي دولت» د جګړې پر ضد شعارونه ورکوي او غواړي چي ترکيه په سوريه کي د کردانو سره پوځي مرسته وکړي. خو ولسمشر اردوغان احتجاج کوونکي په ورانکاریو تورن کړي دي.
د IS پرضد موثري ستراتيژۍ د جوړولو هڅي
د سوريې په کرد مېشته ښار کوباني کي وضعيت سم نه دئ. خو څرنگه سړی کولای سي چي د «اسلامي دولت» ډلي جنگيالي پر شا کړي؟ د امریکا متحدو ايالاتو د لوی درستيز ديمپسي، په وړانديز د IS پرضد اتحاد بيا سره راټوليږي.
په کوباني کي جنگ روان دی
ظاهراً داسي ښکاري چي کردانو دي تر اوسه لا د کوباني ښار ساتلی وي. خو امریکا متحد ايالات بيا باور نه لري چي يوازي دي په هوايي بريدونو سره له ترکيې سره په سرحد کي د سوريې دغه ښار له اسلامي دولت ډلي څخه وستاتل سي.
د کردانو په مظاهرو کي مرگ ژوبله رامنځ ته سوې
په ترکيه کي د کردانو د مظاهرو پر مهال ۱۲ انسانان وژل سوي دي. کردانو غوښتنه کوله چي د اسلامي دولت ډلي پرضد د کوباني ښار ساتني ته دي پاملرنه وسي. دغه ښار له څو اونيو راهيسي کلابند دئ.
کوباني ښار د سقوط په حال کي دئ
افراطي ډلي «اسلامي دولت» د ترکيې سرحد ته نژدې د سوريې د کوباني ښار يوه برخه تر سختي جګړې وروسته تر خپل کنترول لاندي راوستلې ده. د ځايي چاروکو په وينا د امريکا په مشرتوب بمباریو هيڅ گټه رسولې نه ده.
«اسلامي دولت» ډله کوباني ته نژدې سوې
د اسلامي دولت تروريستي ډله له خوا په سوريه کي د ترکيې سرحد ته نژدې کرد مېشته ښار کوباني د نيولو تلاښونه دوام لري. د يکشنبې په ورځ يوې کردۍ ښځي په ځانمرگي بريد سره د اسلامي دولت ډلي ته سخته مرگ ژوبله واړوله.
ترکيه سوريې ته پر لښکر لېږلو باندي فکر کوي
د ترکیې حکومت غواړي چې په دې اوونۍ کې په سوریې کې د پوځونو د احتمالي ماموریت په هکله پارلمان ته یو قانون وړاندي کړي. دغه اقدام د ترکيې په دریځ کې بشپړ بدلون ښيي.
د نفتو له قاچاقه خلافت ته
تروريستي ډلي اسلامي دولت، د شريعت تر سيوري لاندي يو گټمن کسب و کار پيل کړی دئ. د دوی جنگياليو د اومو تيلو سيمي نيولي دي او خرڅوي ئې. خو دغه مواد څوک رانيسي؟ دوی په دغو پيسو څه کوي؟
اردوغان غواړي «نوی عصر» پيل کړي
د ترکيې اوسنی لومړی وزير او راتلونکی جمهور رئيس د دغه هيواد په ولسمشرۍ ټاکنو کي تر بريا وروسته د یوه «نوي پيل» اعلان کړی دی. اردوغان د يکشنبې ورځي په ټاکنو کي د لومړيو پايلو له مخي مطلق اکثريت گټلی دی.
په آلمان کي ترکان د ترکيې د جمهور رئيس په ټاکلو کي رايي ورکوي
دا لومړی وار دی چي په آلمان کي اوسېدونکي ترکان د خپل هيواد د جمهوري رياست په ټاکنو کي برخه اخلي. خو خبريالان په دغه برخه کي په راپور ورکولو کي له محدوديتونو سره مخامخ دي.
ايران او ترکيه غواړي يو له بل سره همکاري وکړي
د ايران جمهور رئيس په لومړي وار په يوه رسمي سفر ترکيې ته تللی دی. دغه سفر يوازي اقتصادي بڼه نه لري، بلکي د سوريې په اړه به هم خبري وسي: د سوريې په اړه د نظر د توپير سره سره دواړه هيوادونه غواړي يو له بل سره همکاري وکړي.
د استانبول په مظاهرو کي يو کس وژل سوي دي
په ترکیه کې بيا د تاوتریخوالي ډکي مظاهرې شوي دي. د پولیسو له خوا د دغو مظاهرو د آرامولو په پایله کې یوه وگړي خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د سوما پېښه، د اردوغان له پاره یوه نوې ننگونه ده
د ترکیي د سوما په ښار کې د ډبرو د سکرو په یو کان کې تر چاودنې وروسته، د دغه هیواد د لومړي وزیر رجب طیپ اردوغان پر ضد انتقادونه ډیر شوې دي. په دغه پيښه کې تر اوسه پوري له ۲۷۰ تنو ډیر کارگران وژل شوي دي.
ترکيه: د کان د پیښې د قربانيانو شمېر له۲۳۰ څخه لوړ سوی دی
د ترکيې د مانيسا ولايت د سوما ښار د ډبرو د سکرو په کان کي له یوې پیښی څخه يوه ورځ وروسته د مړو شمېر لوړ سوی دی. ترکي حکومت ويلي چي د وروستۍ شمېرو له مخي په دغې پیښې کي لږ تر لږه ۲۳۸ انسانان وژل سوي دي.
د يونان او ترکيې په سرحد کي د کډوالو خراب حالت
د بخښنې نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ یو رپوټ خپور کړ چې پکښې د يونان او ترکیې پر پوله د کډوالو د خراب وضعیت په اړه اندیښنه څرگنده شوې ده او د یونان پر حکومت باندې نیوکه شوې ده.
د سوريې کډوالو له پاره د نورو مرستو غوښتنه
د آلمان ولسمشر یوآخیم گاوک، ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د سوریې د کورنۍ جگړې له کډوالو سره ولیدل. هغه د سوریې د کډوالو د ساتنې په برخه کې د ترکیې ژمنتیا وستایله.
کابل کې د افغاني او ترکي محصولاتو نندارتون
د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونې په کابل کې د افغاني او ترکي محصولاتو یو نړیوال نندارتون پر لار اچولی دی. د دغه نندارتون موخه د افغان او ترکي سوداگرو تر منځ د همکاریو او اړیکو لا پسې غځول دي.
اردوان په محلي ټاکنو کي د بريا اعلان کړی دی
د ترکیې د لومړي وزیر رجب طیب اردوان، گوند «اې کې پي» په محلي ټاکنو کې د بریا اعلان کړی دی. د لومړنیو پایلو له مخې دغه گوند په ټول هیواد کې شاوخوا ۴۵ سلنه رایې گټلي دي.
اوردوغان: مخرب لاسونه ماتوو
د ترکيي د استنبول په ښار کې د دغه هیواد د لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، پر ضد د مظاهرو لړۍ دوام لري. یو شمیر چارواکي او د اردوغان د دولت نږدې کسان پر اقتصادي فساد او له قدرت څخه په ناوړه استفادې تورن دي.
مخکينۍ پاڼه
د 25 پاڼو څخه 23
بله پاڼه