ترمپ: د غزې د اوربند له پاره هیڅ ضمانت نسته
۱۴۰۳ بهمن ۱۶, سهشنبهد اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د يکشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۲مه) د واشنگټن پر لور روان سوی دی. په پلان کې ده چې هغه به د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۴مه) په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر دونالد ترمپ سره وویني.
د خبرپاڼو د رپوټ له مخې، دغه ناسته به په منځني ختیځ کې کړکیچ او وضعیت باندي تمرکز ولري. نتانیاهو لومړنی بهرنی رهبر دی چې د ترمپ د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې، ورته په سپینه ماڼۍ کې هرکلی کیږي.
د ناستي اصلي موضوعگاني؛ غزه، یرغمل سوي کسان او ایران
د رپوټونو په حواله، د دواړو مشرانو د خبرو اترو اصلي موضوعگاني، د غزې د تراډي وضعیت، د هغو یرغمل سوو سرنوشت لاهم د حماس په توقیف کی دي، د ایران اسلامي جمهوریت او په سیمه کې د هغه نفوذ، چې اسرائیل ورته د جدي گواښ په سترگه گوري او په غزه کې د اوربند احتمالي تمدید.
نتانیاهو به ددغه سفر په ترڅ کې د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا له ځانگړي استازي، ستیو ویتکاف سره هم وگوري.
اړوند:په غزې تړانګه کې اوربند پيل شوی دی
ترمپ: په غزه کې د اوربند د تمدید له پاره هیڅ ضمانت نسته
د فرانسې د خبري آژانس په حواله، د امریکا ولسمشر، دونالد ترمپ د دوشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۳مه) وویل چې ډاډه نه دی چې په غزه کې به اوربند ادامه پیدا کړي او که نه. نوموړي دغه څرگندوني د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره له لیدني کتني یوه ورځ مخکې کړي دي.
ترمپ له خبریالانو سره په خبرو کې واضح کړه :«هيڅ ډول ضمانت وجود نه لري چې دغه سوله به ادامه پیدا کړي.»
د منځني ختیځ په چارو کې، ځانگړي استازي، ستیو ویتکاف د امریکا د ولسمشر له څرگندونو سره سره وویل:«تر اوسه پوري، اوربند برقرار دی، له همدې کبله هیله مند یو چې هغه به ادامه پیدا کړي.»
د اسرائیل او سعودي عربستان د اړیکو عادي کول
د رسنیو د رپوټونو له مخي، ترمپ او نتانیاهو د اسرائیل او سعودي عربستان سره د اړیکو د عادي کیدو له پاره د یوه توافق د پرمخ بیولو په لټه کې دي. داسي یو توافق کولای سي د دواړو خواوو له پاره یو ستر ډیپلوماټیک بری وشمیرل سي.
د "اکسیوس" د ویبسایت د رپوټ له مخي، نتانیاهو امریکا ته خپل سفر تمدید کړی او اوس په پام کی ده چې هغه به د شنبې په ورځ، د فبرورۍ پر ۸مه له واشنگټن څخه اسرائیل ته بیرته ستون سي. دا په داسي حال کې چې د لومړني پلان له مخي باید هغه له دغي نیټې مخکي خپل هیواد ته ستون سوی وای.
له پنجشنبه ( د فبرورۍ ۶ مه) وروسته د هغه په رسمي برنامو کې له امریکایی چارواکو سره نوري لیدني کتني نه کیږي، خو تمه کیږي چې هغه به د اونۍ تر پایه د امریکا متحده ایالاتو له چارواکو سره نوري خبري اتري هم ترسره کړي.
نتانیاهو او ترمپ؛ په نیژدو اړیکو کې یو نوی پیل
د نتانیاهو له پاره، په واشنگټن کې د حکومت بدلون، د اسرائیل له تر ټولو مهم متحد سره د اړیکو د بیا ښه کیدو له پاره یو فرصت دی. د ترمپ د ولسمشرۍ په اوله دوره کې، متحده ایالاتو خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړ او د اسرائیل اړیکي له څو عربي هیوادونو سره عادي سوې.
که څه هم جو بایدن د اسرائیل او حماس ترمنځ جگړه کې د اسرائیل ملاتړ وکړ، خو د ترمپ د دورې په پرتله، د بایدن د حکومت په دوره کې د دواړو هیوادونوترمنځ اړیکي لا ډیري ترینگلي وې. تمه کیږي چې د ترمپ د حکومت څو وزیران به له اسرائیل څخه لا ډیر ملاتړ څرګند او د اردن سيند په لویدیځه غاړه کې به د اسراییلي میشت ځایونو د پراختیا ملاتړ وکړي.
نړیوال تاوتریخوالی؛ د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نتانیاهو د نیولو حکم
واشنګټن ته د نتانیاهو سفر په داسې حال کې ترسره کیږي چې په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې د هغه د نیولو امر صادر کړی دی. خو د امریکا حکومت دغه پریکړه په کلکه غندلې ده.
اړوند:د جزا نړيواله محکمه: د نتنياهو، ګالانت او ضیف د نيولو امرونه صادر شول
ټرمپ او نتانیاهو به د سه شنبې په ورځ د فبرورۍ پر څلورمه په واشنګټن سره وګوري. له دې غونډې وروسته به یو ګډ خبري کنفرانس جوړ سي، چې په اول سر کې د وروسته وخت له پاره پلان سوی ؤ.