ترمپ غواړي سعودي کي له پوتین سره د اوکراین په اړه خبري وکړي
۱۴۰۳ بهمن ۲۵, پنجشنبهله ډېر وخت راهیسي دا معلومه وه چي د دونالډ ترمپ، په مشرۍ متحده ایالات به د اوکراین په هکله یوه ځانگړې تگلاره پر مخ بوزي. دا دی اوس ترمپ اقدام کوي، هغه لومړی له مسکو، بیا له کیف سره ږغیږي او د سولي تړون له پاره یو چوکاټ وړاندي کوي. اوس په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره کیدای سي په نړیوالو هڅو کې یو د پام وړ حرکت رامنځته سي.
پر اوکراین باندي د روسیې د برید له دریمې کالیزې لږمخکي، ترمپ د روسیې له ولسمشرولادیمیر پوتین او همدارنگه د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره تیلیفوني اړیکي نیولي دي. دا د ترمپ د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کي له پوتین سره لومړنۍ تائید سوې اړیکه ده.
اړوند:زیلنسکي: پر کیف له حملو ښکاري چې پوتین «سولې ته چمتووالی نه لري»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وویل: "موږ موافقه کړې چې په ګډه به کار وکړو او یو د بل هیوادونو ته به سفر وکړو." ترمپ له پوتین سره د تلیفوني تماس وروسته په خپل ریښتیني ټولنیز متني پیغام کې لیکلي: "موږ دا موافقه هم کړې چې زموږ اړونده ټیمونه به سمدستي په خبرو اترو پیل وکړي."
د روسیې حکومت خبر ورکړی دی چي دواړو ولسمشرانو یو له بل سره تقریباً یو نیم ساعت تيلیفوني خبري وکړې. ټاس خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چي پوتین، ترمپ مسکو ته دعوت کړ.
همدارنگه د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي، هم په دې هکله څرگندوني کړي دي. هغه له ترمپ سره د خپلو تليفوني خبرو په هکله وویل چي دا "ډیرې معنی داره خبري" وې. د امریکا ولسمشر هغه ته له پوتین سره د خبرو اترو ټول جزیات شریک کړل. زیلنسکي زیاته کړه چي هغه او ترمپ همدارنگه د امنیت، اقتصادي همکاریو او د منابعو په برخه کې د یوه نوي سند پر چمتو کولو هم خبرې وکړې. د اوکراین ولسمشر په دې وروستیو کې ژمنه کړې وه چې امریکا ته به نادره خاوره ورکوي.
په سعودي عربستان کي احتمالي لیدنه کتنه
یوازې هغه مهال چې په ډیپلوماټیکه کچه لومړنۍ خبرې اترې نتیجه ورکړي، بیا به نو د ترمپ اوپوتین ترمنځ لیدنه کتنه رامنځته سي. د امریکا ولسمشر، سعودي عربستان د دغه ډول خبرو اترو له پاره د احتمالي ځای په توګه نومولی دی. هغه وویل چې وروسته به بیا په واشنګټن او مسکو کي متقابلې لیدنې کتني رامنځته سي. خو مخکې له دې باید تليفوني تبادلې ادامه پیدا کړي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک د ترمپ له خوا د اعلان سوو خبرو اترو په اړه د اوکراین د دریځ د په پام کي نیولو غوښتنه کړې ده. هغې د چهارشنبې په ورځ په پاریس کې له څو اروپایي همکارانو سره د اوکراین په اړه د خبرو په پیل کې یو ځل بیا څرګنده کړه: "له اوکراین پرته د اوکراین په اړه کومه پریکړه نه سي کیدای."
اړوند:ترمپ: پوتین دې د اوکراين «نامعقوله» جګړه ختمه کړي
په پاریس کې په خپله غونډه کې د اروپا جګپوړو ډیپلوماتانو له اوکراین سره د خپلو مرستو د زیاتولو له پاره خپل چمتووالی څرګند کړ. بیربوک او د فرانسې، ایټالیا، پولنډ، هسپانیا او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ له مشر کاجا کالاس او د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر اندریج سیبیها، سره تر مشورو وروسته وویل: "موږ د اوکراین د ملاتړ په هکله گډ هدف لرو، تر څو یوې عادلانه، هر اړخیزې او تلپاتې سولې ته ورسېږو."