ترمپ د روسیې متحدین د گمرکي تعرفو په وضع کولو گواښلي
۱۴۰۴ تیر ۲۴, سهشنبهد امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالډ ترمپ د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره په سپینه ماڼۍ کي څرگنده کړه چي، که په راتلونکو ۵۰ ورځو کي د اوکراین پر وړاندي د روسیې د یرغلیزې جگړې د پای ته رسیدو له پاره کومه موافقه ترلاسه نه سي، نو د مسکو تجارتي شریکان به تر ۱۰۰ سلنې پورې گمرکي تعارفو سره مخامخ سي.
هغه زیاته کړه چي متحده ایالات د دغې جگړې په تړاو شاوخوا ۳۵۰ میلیارډه ډالر لگښت ورکړی او اوس د هغې د پای ته رسیدو غوښتنه کوي.
مارک روټه د ترمپ له اعلامیې څخه په هرکلي سره وویل: «که زه نن د کریملن رئیس ولادیمیر پوتین، وای او اوریدل مي چي ته د څه په اړه خبري کوې، د هغه څه په اړه چي په راتلونکو ۵۰ ورځو کي به پیښ سي، بیا به مي تر دغې اعلامیې وروسته د اوکراین په اړه خبرو اترو په هکله فکر کړی وای.» هغه زیاته کړه چي دغه ډول خبرونه د اوکراین له پاره "واقعاً فوقالعاده دي".
ترمپ: له پوتینه ډیر ناهیلی سوی یم
د ترمپ له پاره دا د هغه په دریځ کي یو بدلون بلل کیږي. نوموړی له ډېره وخته په دې باور وو چي دغه جگړه به د خبرو اترو له لاري پای ته ورسوي او په وار وار سره یې له پوتین سره خبري کړي وې. خو په وروستیو اونیو کي یې د کریملن له مشر څخه خپله نارضایتي په تنده لهجه سره ښکاره کړه.
هغه د یکشنبه په ورځ ( د جولای ۱۳) وویل: «زه له ولسمشر پوتین څخه ډیر ناهیلی سوی یم. فکر مي کاوه چي داسي یو څوک دی، هغه څه چي وايي، هغه ته به ژمن وي.»
ترمپ مخکي اعلان کړی وو چي امریکا متحده ایالات اراده لري چي داوکراین له پاره د هوايي دفاع پاتریوت سیستمونه پر نورو اروپايي هیوادونو وپلوري. هغه په امریکا کي د خبریالانو په مخکي وویل: «زموږ له پاره به دا یوه ښه معامله وي او موږ هغه پاتریوټونه وراستوو چي ډیر زیات ورته اړتیا لري.»
اړوند:ترمپ: اوکراین ته پېټرويت سيستم ورکوو، مصرف به ېې اروپايي ټولنه ورکوي
ترمپ ټینگار وکړ چي امریکا متحده ایالات به پیسې ور نه کړي، بلکي دغه لگښتونه به " په بشپړ ډول د اروپايي هیوادونو له خوا ورکول کیږي."
د وسلو د استولو په هکله، روټه، وویل چي ترمپ مخکې له دې، د پنجشنبې په ورځ د جولای پر۱۰مه د یوې ټیلفوني اړیکې له لارې هغه ته خبر ورکړ چي تصمیم یې نیولی دی چي اوکراین باید هغه څه ترلاسه کړي چي د روسیې پر وړاندي د خپلې دفاع له پاره ورته اړتیا لري. دا په داسي حال کي ده چي ترمپ تمه لري چي اروپایان دي د هغه لگښت ورکړي.
"تاسي د نړۍ پولیس یاست"
د رپوټونو له مخې، دغه پریکړه د ناټو د سرمشریزې د پریکړو پر بڼسټ سوې ده چي پکښي د ناټو ټولو متحدینو ژمنه کړې وه چي خپل دفاعي لگښتونه به له خپل داخلي تولید څخه پنځه سلنې ته لوړ کړي.
اړوند:د ناټو غړيو هېوادونو د دفاعي لګښتونو پر لوړولو توافق وکړ
په عین حال کي روټه، ترمپ ته ډاډ ورکړ چي اروپا به یو وار بیا د دغه اقدام له پاره خپله آمادگي ښکاره کړي. هغه وویل چي په اوس وخت کي "آلمان سخت په (په دغه بحث کي) دخیل دی"، خو د فنلډ، ډنمارک، سویډن، ناروې، انگلستان، هالنډ او کاناډا په څیر هیوادونه هم پکښي گډون لري.
هغه زیاته کړه چي د ناټو د جوړښتونو له لارې به د اوکراین دقیقې اړتیاوي ارزیابي سي، ترڅو "په چټکۍ او عملي ډول" داسي بستې آماده سي چی هم پکښي دافع هوا او هم د توغندیو او مهماتو په شان توکي شامل وي.
روټه، ترمپ ته په خطاب کي وویل: «په پای کي تاسي د نړۍ پولیس یاست. تاسي د نړۍ د تر ټولو پیاوړي پوځ په درلودلو سره د مځکې پرمخ ترټولو پیاوړی ملت یاست.»