ترمپ: خلک دي له تهرانه ووځي
۱۴۰۴ خرداد ۲۷, سهشنبهترمپ پر خپل ټولنیز پلت فورم "تروث سوشال" باندي د یوه پوست په ترڅ کي لیکلي دي: «هر یو باید سمدستي تهران پریږدي.» د اټکلونو له مخې د ایران په پایتخت تهران کي چي له ورځو راهیسې د اسرائیل له خوا تر بریدونو لاندی دی، شاوخوا نهه میلیونه انسانان ژوند کوي.
د اونۍ په پای کي لا پر لویو لارو باندي د موټرونو د اوږدو کتارونو په هکله رپوټونه ورکول سوي دي، ځکه چي ډېر اوسیدونکي له دغه ښاره د وتلو هڅه کوي. په تهران او د هغه په شاوخوا سیمو کي په مجموعي ډول ۱۵ میلیونه انسانان ژوند کوي.
اړوند:د ایران له پلازمینې تهران څخه تیښته
دا لا معلومه نه ده چې د ترمپ د وتلو د غوښتني تر شا کومه انګېزه پرته ده. ترمپ په خپل پوسټ کې لیکلي چې تهران باید هغه تړون لاسلیک کړی وای چې د ایران د اټومي پروګرام په شخړه کې یې وړاندیز کړی و. د هغه په خبره دا د "انساني ژوند ضایع کول" دي. ترمپ په لویو تورو (حروفو) کې، زیاته کړه: "ایران نه سي کولای اټومي وسله ولري. ما دا خبره څو واره تکرار کړې ده"
اسرائيل د ماپښین له خوا په اول سر کې دتهران د یوې ولسوالۍ د خالي کولو غوښتنه وکړه چي شاوخوا ۳۰۰ زره نفوس لري. لږ وروسته بیا هلته د یوې حکومتي نشراتي شبکې اصلي ودانۍ په نښه سوه.
د اسرائیل لومړي وزير بنیامین نتانیاهو، هم مخکې د تهران له اوسیدونکو څخه غوښتنه کړې وه چي دغه ښار پریږدي. نتانیاهو وویل: "موږ د تهران اتباعو ته وایو: 'سیمه پریږدئ!' - او موږ اقدام کوو."
د امریکا پوځ د اسرائیل د دفاع ملاتړ کوي. په عین وخت کې، د امریکا حکومت ټینګار کوي چې د اسرائیل او ایران ترمنځ په جګړه کې برخه نه اخلي.