بيربوک: طالبان د ښځو له پاره «ټولنیز زندان» جوړوي
۱۴۰۳ اسفند ۱۵, چهارشنبهد جرمني د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۵ م کال د مارچ ۴) د ښځو پر وړاندي د هرډول تبعیض د له منځه وړلو د کنوانسیون (سیداو) له مخې، د دغه هیواد د مکلفیتونو په هکله په برلین کي د افغانستان د مدني ټولني د مشورتي غونډي کوربه ؤ.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیري، انالینا بيربوک په دغه غونډه کي پر ښځو او نجونو باندي د طالبانو له خوا وضع سوو محدودیتونو ته په اشارې سره وویل چی "طالبان په حقیقت کي دافغانستان د نفوسو د ۵۰ سلنې له پاره یو ټولنیز تور زندان رامنځته کوي، فقط په دې دلیل چي هغوی ښځي دي."
مېرمن بيربوک، ټینگار وکړ چي په داسي حال کي چي طالبان هڅه کوي د ښځو ږغ خاموشه کړي " موږ باید هغوی ته غوږ کښیږدو."
هغې زیاته کړه: "کېدای سي موږ د [طالبانو کړنې] ټولنیزې نابودۍ، یا د بشریت پر ضد جرمونه، یا د جنسیت پر بنسټ تعقیب ونوموو، او زه پوهیږم چې ستاسو څخه ډېري یې جنسیتي اپارتاید بولي، مګر ښکاره حقیقت دا دی چې هیڅ یوه اصطلاح نسي کولی دغه ډول جنایتونه په بشپړه توګه بیان کړي."
د آلمان د بهرنیو چارو وزیري د خپلو خبرو په یوه برخه کي افغان ښځو ته په خطاب کي وویل: "موږ تاسو له یاده نه باسو، دغه غونډه ستاسو په اړه ده، موږ تاسو ته غوږ نیسو او ستاسو په څنگ کي ولاړ یو."
طالبانو په افغانستان کي یو وار بیا واک ته له رسیدو وروسته پر ښځو او نجونو باندي په مخ پر زیاتیدونکي ډول محدودیتونه وضع کړي دي. په اوس وخت کي نجوني اجازه نه لري له شپږم ټولگي وروسته زده کړي وکړي. علاوه پردې ښځي او نجوني نه سي کولای په پوهنتونونو او انستیتونونو کي تحصیل وکړي او په ټولنه کي هم د هغوی حضور ډېر محدود سوی دی.
اړوند:ستریپ: په افغانستان کي یوه پیشو تر ښځو ډیره آزادي لري
آلمان د تیر کال په سپتمبر مياشت کي د آسترلیا، کاناډا او هالنډ هیوادونو سره په گډه د یوه نوښت له لاري، طالبانو ته خبرداری ورکړ، که د ښځو پر وړاندي د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون رعایت نه کړي، نو مجبوره به سي چي د عدالت نړیوالي محکمې ته مراجعه وکړي.
بيربوک نوموړي نوښت ته په اشارې سره وویل: "موږ به په گډه سره طالبانو ته یو روښانه پیغام ورکړو چی د هغوی اقدامات به پرته له عواقبو پاته نه سي."
هغې وویل چي د دغه نوښت هدف دادی چي د اسلامي هیوادونو په گډون، د نورو هیوادونو په ملاتړ د نوموړي کنوانسیون پر بنسټ په افغانستان کې د طالبانو دي فاکتو اداره حساب ورکوونکې پاته سي.