بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله ۲۴ کسان ژوبل شوي
۱۴۰۴ مرداد ۳۱, جمعهپه بغلان ولایت کې د طالبانو ادارې رسنیز دفتر د جمعې پر ورځ پر ایکس شبکې لیکلي:«تېره شپه د بغلان ولایت دوشي ولسوالۍ د سنګلاخ مکتب سیمه کې د ټرافیکي پېښې له امله دوو نقلیه وسیلو کې ۲۴ کسان ژوبل شوي دي.»
د افغانستان په شمالي ولایت بغلان کې دا ټرافیکي پېښه د یوه مسافر وړونکي بس او یوې نقلیه وسیلې د ټکر له امله رامنځته شوې.
اړوند: د هرات خونړۍ ترافیکي پیښه؛ کابل ته د جسدونو انتقال او د ملگرو ملتو خواخوږی
دغې ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د یادې ټرافیکي پېښې عکسونه هم خپاره کړي، چې دوه زیانمن شوي موټر او شاوخوا یې ګڼ راټول شوي کسان ښکاري. ویل شوي، ټپیانو کې ماشومان او ښځې هم شته.
اړوند: په هرات کې د ترافیکي پیښې د قرباینانو شمیر ۷۶ ته ورسید
د معیاري سړکونو نشتوالی او د موټرچلوونکیو ناپامي افغانستان کې د خونړیو ټرافیکو پېښو له عمده عواملو ګڼل کېږي. روانه اونۍ په لویدیځ هرات ولایت کې یوه مسافر وړونکي بس د تېلو له ټانکر سره ټکر وکړ، چې په پایله کې یې شاوخوا ۸۰ کسان مړه شول.