بروکسل: په کال کي یوه ورځ موټر چلول بنديږي
۱۴۰۱ شهریور ۲۸, دوشنبهاعلان
په برکسل کي دغه ورځ له ۲۰۰۰م کال راهیسي پلي کيږي، په کومه ورځ چي هیڅ موټر د راوتلو اجازه نه لري. په دغه ورځ باندي فامیلونه د خپلو کوچنیانو سره په ازادانه ډول سره دباندي راوزي، پر لویو سړکانو باندي چکر وهي، ځیني یې بایسکلان چلوي او یا یې زده کوي. کوچنیان په ازادانه ډول سره دې خوا ها خواته ځغلي راځغلي او د موټرو د دغي فارغي ورځي څخه خوند اخلي.
بروکسل پروسږکال د دغي فارغي ورځي ارقام خپاره کړل، د کوم پراساس چي په ښکاره ډول سره یې د هوا ککړتیا راکمه سوې وه، په ځینو ناحیو کي تر ۸۰ فیصده پوري. د موټرو څخه فارغه ورځ چاته دا امکان هم ورکوي چي په یوه ښار کي به بیله موټرو څخه ژوند څه ډول وي.