برلین غواړي د یونان له ټاپوګانو څخه ۳۰۰ مهاجر و مني
۱۳۹۹ خرداد ۲۸, چهارشنبهد جرمني د برلین ایالت په ائتلافي حکومت کي د پناه غوښتونکو د منلو په هکله له ډیره وخته راهیسي بحثونه کیدل، خو اوس په دې برخه کی یو نوی ګام اخيستل سوی. د برلین د داخلي چارو سناتور اندریاس ګایزل د سه شنبه په ورځ د « ایالتي منلو د نظم » تر نامه لاندي خپله مسوده د دغه ایالت سنا ته وړاندي کړه. خو ددغو پناه غوښتونکو د منلو په هکله وروستۍ پریکړه ایالتونه نه کوي. له همدې کبله به دغه طرحه د آلمان د کورنیو چارو وزارت ته راجع سي.
ګایزل ویلی چي په دې اړه یې تر اوسه داخله وزیر هورست زیهوفر ته درې لیکونه استولي خو ټوله وړاندیزونه یې رد سوي دي.
ګایزل ویلي « که زیهوفر هغه رد کړي نو موږ نه سو کولای دغه پروګرام عملي کړو.» د ګایزل په خبره که دغه طرحه تائید سي نو ددې امکان سته چي له یونان څخه د پناه غوښتونکو د انتقال په هکله پروګرام ډیر ژر عملي سي.
آلمان تر اوسه پوري په لومړي پړاو کي ۴۷ کم سنه مهاجر د یونان له کمپونو څخه خپل هیواد ته انتقال کړي دي چي د هغو له ډلي څخه یې اته تنه برلین منلي دي.
برلین غواړي پر بې سرپرسته نوو ځوانانو سربیره، نور کسان لکه ناروغان، ميندواره ښځي او هغه ښځي او نارینه چي په یوازي سر د خپلو کوچنیانو د پالني مسئولیت پرغاړه لري، هم د یونان له کمپونو څخه آلمان ته انتقال کړي.
ددغو مهاجرو انتقال د آلمان د اقامې د قانون د ۲۳ مادې پراساس تر سره کیږي چی د بین المللی حقونو او بشردوستۍ د قوانینو پر اساس د دغو پناه غوښتونکو منلو ته لار خلاصوي.
د لیسبوس جزیرې په موریا کمپ کي چی په دا وروستیو کي د رسنیو سرخط ګرځیدلی، تر ټولو دمخه له افغانستان، سوریې او عراق څخه راغلي مهاجر اوسیږي. دغه کمپ له حده زیات ډک دی او په هغه کي د نظافت او روغتیا په برخه کي ناوړو شرایطو باندي په بیا بیا سره انتقادونه سوي دي.