بایډن په ټاکنو کې بریا ته هیله من دی
۱۳۹۹ آبان ۱۶, جمعهپه داسې حال کې چې د باقي پاتې څو ایالتونو د رایو شمیرلو ته انتظار کیږي، د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پنجشنبې په ماښام په سپينه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ادعا وکړه که چیرې «قانوني رای وشمیرل شي» دی ګټونکی دی.
ترمپ په خپلو څرګندونو کې په پستي رایو کې د شوي «تقلب» ادعا کړې او ویلې یې دي چې ډیر شکایتونه شته.
د څارنې یوه نړیوال سازمان په ټاکنو کې د درغلیو په هکله د ترمپ ادعا رد کړې ده او ویلې یې دي چې هغه په دې هکله کوم شواهد نه دي وړاندې کړي. د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په خپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د انتخاباتي تقلب په هکله کوم شواهد نه شته.
په امریکا متحده ایالاتو کې د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی لا هم معلوم نه دی. ولسمشریزو ټاکنو ته د دیموکراتانو کاندید جو بایډن خوشبیني څرګنده کړې چې د بریا له پاره به د الیکټرول کالج، ۲۷۰ اړیني رای ترلاسه کړي.
په ویلمنګټن کې د پنجشنبې په ماښام په یوه وینا کې هغه وویل چې هغه په دې کې کوم « تردید» نه ویني چې دی او لومړۍ مرستیاله به یې د رایو د شمیرنې تر بشپړیدو وروسته ګټونکي شي.
جو بایډن چې د متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس بارک اوباما مرستیال هم پاتې شوی د الیکټرول کالج ۵۳۸ رایو څخه ۲۵۳ او ټرمپ بیا ۲۱۴ رای ترلاسه کړي دي. د بریا له پاره د متحده ایالاتو په ولسمشریز ټاکنیز سیستم کې له ۵۳۸ رایو څخه ۲۷۰ ګټلو ته اړتیا وي.