بایدن په کلفورنیا کي اضطراري حالت اعلان کړی
۱۴۰۱ دی ۲۵, یکشنبهاعلان
لکه څنگه چي سپيني ماڼۍ پرون شنبه د امریکا په وخت ماښام خبر ورکړ، پدې وسیلې سره کیدلای سي، کلفورنیا د نورو ترڅنگ د بیا رغوني پخاطر د فدرالي پیسو او وسایلو څخه استفاده وکړي. د سپيني ماڼۍ په خبر کي همدارنگه راغلي، چي دغه پیسې کیدلای سي، د عاجلو سرپناوو د جوړولو، کورونو د ترمیم او غیر بیمه ځایونو ته د تاوان ورکولو په لار کي هم مصرف سي.
د تیر ډسمبر میاشتي د ۲۷ نیټې راهیسي کلفورنیا د سختو ژمنیو بادونو، سیلابونو، مځکي ښوویدنو ، خټو او لوشو د ښوويدو سره مخامخ ده. ملیونو اوسیدونکو ته یې د خرابي هوا خبرداری ورکول سوی او په زرهاوو فامیلونه په بې برقۍ کي ژوند کوي. تراوسه پوري ددغي خرابي هوا په سبب حداقل ۱۹ تنه مړه سوي دي.