ایران: د څرخي الوتکې رالویدو لس تنه ووژل شول
۱۳۹۱ آبان ۲۴, چهارشنبهاعلان
په ایران کې د یوې الوتکې د رالویدو له کبله لږ تر لږه لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ایسنا خبرې رسنې ویلي دي چې دغه پېښه د چهار شنبې په ورځ د ایران په شمال ختیځه برخه کې رامنځ ته شوې ده.
دې څرخي الوتکې باید د یوې ترافیکې پېښې پنځه تنه قربانیان روغتون ته لیږدولي وای.
ایراني چارواکو ویلي دي چې د الوتکې د رالویدو له کبله اته تنو ځای پر ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی وو، او دوه تنه نور په روغتون کې د ټپونو له کبله مړه شوي دي.