ایران: د دريو افغانانو په ګډون څلور کسان اعدام شوي
۱۴۰۴ شهریور ۱۳, پنجشنبهد دریو افغان اتباعو په ګډون د دغو څلورو بندیانو د اعدام حکم چې پخوا د مخدره موادو اړوند جرایمو په تور په اعدام محکوم شوي و، د سپټمبر میاشتې په ۴ نیټه د دوشنبې په ورځ د ایران په قم ښار کې عملي شو.
د هرانا خبري آژانس د یوه بندي هویت مهرداد ایرواني ښودلی دی او ویلي یې دي چې د دريو نورو افغان اتباعو په اړه جزویات په اختیار کې نه لري.
د بشري حقونو دغه خبري آژانس ویلي دي چې تر اوسه پورې د مسئولینو له خوا د دغو بندیانو د اعدامیدو اعلان نه دی شوی.
په ایران کې د بشري حقونو فعالانو د ارقامو مرکز د کلنۍ شمیرو له مخې په ۲۰۲۴م کال کې ۵۲ سلنه اعدامونه د مخدره موادو پورې اړوندو جرایمو په برخه کې عملي شوي دي.
همدرانګه په تیرو لسو کلونو کې په پرله پسې ډول د نشه یي توکو پر قاچاق تورن کسان، د اعدامونو د مجموعې ۴۰ سلنه تشکیلوله.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو دفتر تیره اونۍ اعلان کړی و چې د روان میلادي کال د پیل نه د اګست تر ۲۸ نیټې پورې لږ تر لږه ۸۴۱ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.
د دغه نړیوال بنسټ د اعلان مطابق یوازې د جولای په میاشت کې په ایران کې د اعدام ۱۱۰ حکمونه عملي شوي دي.