«ایران د امریکا پر اډو باندي برید ته تیاری نیسي»
۱۴۰۴ خرداد ۲۸, چهارشنبهدغه خبر په داسي یوه وخت کي خپریږي چي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دا وروستیو کي د ایران پر وړاندي پر خپلو شدیدو لفظي گواښونو سربیره، لا هم په رسمي ډول په بریدونو کي له اسرائیل سره د امریکا متحده ایالاتو د یو ځای کیدو په هکله کومه پریکړه نه ده اعلان کړې.
له دې څخه څو ساعته مخکې، د سي بي اس خبري شبکې د خپلو پنځو باخبره سرچینو له خولې رپوټ ورکړ چي د سپینې ماڼۍ د بحران د خونې په غونډه کي، د امریکا د پوځي مشارکت او د اسرائیل او ایران ترمنځ نښتو کي د مشارکت د څرنگوالي په هکله د نظر یووالی موجود نه وو.
اړوند:د اسرائيل او ایران د کړکيچ پنځمه ورځ: د اسرائيل د دفاع وزير خامنه اي ته سخت خبرداری ورکړی
نیویارک ټایمز، رویترز او بي بي سي همدارنگه رپوټ ورکړی دی چي تر ټولو احتمالي انتخاب چې ترمپ، یې د ارزونې په حال کی دی، هغه د فورډو د اټومي تاسیساتو پر وړاندې له سترو امریکایي ویجاړونکو بمونو کارول او همدارنګه د اسرائيل جنګي جیټ الوتکو ته د تیلو د رسولو له پاره اجازه ورکول دي.
اسرائيل د ایران د سنټرفیوژ د تولید د دستگاه د په نښه کولو رپوټ ورکړی
د اسرائيل ځواکونو وویل چې د دوی جنګي الوتکو په تهران کې د سنټرفیوژ د تولید دستگاه او د وسلو یو شمیر فابریکې په نښه کړي دي.
داسرائیل دفاعي ځواکونو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۵م کال د جون ۱۸) په ایکس شبکه کي وویل: "په تیرو څو ساعتونو کې، د اسرائيل هوايي ځواک له ۵۰ څخه زیاتو جنګي الوتکو ... د تهران په سیمه کې یو لړ هوایي بریدونه ترسره کړل"
رپوټ: د اسرائیل په بریدونو کي شاوخوا ۶۰۰ ایرانیان وژل سوي
په واشنگټن کي د بشري حقونو د فعالانو ډلې (اچ آر ای) اعلان کړی دی چي پر ایران باندي د اسرائیل هوایي بریدونه، په وروستیو شپږو ورځو کي په ایران کي د لږترلږه ۵۸۵ کسانو د وژل کیدو او نورو ۱۳۲۶ تنو د زخمي کیدو سبب سوي دي.
د بشري حقونو د دغې ډلې د موندنو له مخې، له وژل سوو کسانو څخه ۲۳۹ یې ملکیان دي.
دغه ډله د غیر دولتي سرچینو له مخې ارقام وړاندي کوي. دایران حکومت په منظم ډول داسرائیل د بریدونو د تلفاتو ارقام نه دي خپاره کړي او د وروستي ځل له پاره چي د ایران د روغتیا وزارت ویاند د دغو بریدونو د تلفاتو په هکله ارقام خپاره کړل، د دوشنبې ورځ وه چي د وژل سوو کسانو شمیر یې ۲۲۴ بللی وو.
امریکا په بیت المقدس کي خپل سفارت د جمعې تر ورځې پورې تړي
د اسرائیل او ایران ترمنځ په مخ په زیاتیدونکي پوځي شخړې کې د امریکا د احتمالي مداخلې په اړه له مخ په زیاتیدونکو اټکلونو سره سم، واشنګټن اعلان وکړ چې تر جمعې ورځي پورې به په بیت المقدس کې خپل سفارت وتړي.
نوموړي سفارت په هغه وینا کي چي په خپله انترنټي پاڼه کي یې خپره کړې ده، ویلي دي: «امنیتي وضعیت او د اسرائیل د داخلي جبهې د قوماندانۍ له لارښوونو سره سم به په بیت المقدس کي د امریکا سفارت له چهارشنبې څخه (۲۰۲۵ م کال د جون ۱۸) تر جمعې د جون مياشتي تر ۲۰ مې پورې تړلی پاته وي.»
خو دغه سفارت له هغو امریکایانو سره د مرستي په هکله چي «بحراني سیمه» پریږدي، کومه اطلاعیه نه ده خپره کړې.