You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
ايران
دلته د ایران د سياست، اقتصاد او ټولني په اړه معلومات موندلای شئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
د تهران په مظاهرو کښي اخوډبونه رامنځته سوي
په تهران کي پر مظاهرو باندي د رسمي بنديز سره سره په زرهاوو خلک سړکانو ته راووتل، تر څو په مصر او تونس کښي د ديموکراتيک حرکت څخه خپل ملاتړ و ښيي.
د ايران دولتي رسنۍ د مصر د ناآراميو په اړه ډير لږ خبرونه خپروي
د منع سوي ايرانۍ ورځپاڼي( توس) مشر محمد صديق جوادي وايي چي ايران کښي سړی د عربي نړۍ د ناآراميو څخه ډير لږ خبر خپريږي.
ايران او افغانستان سوداگريز تړونونه لاسليک کړل
په دې تړونونو کي چي په تهران کي لاسليک سوي په هغه هيواد کي د افغاني بانکونو څانگي او افغانستان ته سونگ موادو په مناسب بيه ورکول شامل دي.
ايران افغانستان ته د تيلو ټانکرونو ته د تلو اجازه ورکړه
د هرات د کمرک ريس خلق الله خليق دويچه ويله ته ويلي چي د يکشنبې په ورځ له غرمې وروسته ۱۵۰ ټانکرونو کاروان افغانستان ته را واوښت.
د ايران د اټومي پروگرام په هکله د استانبول خبرو نتيجه ور نه کړه
رسنيو ته د خبرو پر مهال څرگنده سوه چي د دواړو اړخونو د نظرونو تر منځ څومره زیات واټن موجوده دی.
له ایران سره د افغانستان د سرحدي کمیسارۍ او ګمرک پروژه بشپړه سوه
د سرحدي کمیسارۍ او ګمرک په برخه کي د سرحدي تاسیساتو دغه دوهم فاز پروژه هم د امریکا متحده ایالاتو په مرسته بشپړه شوه.
په هرات کي د ايران پر ضد لاريونونه دوام لري
د هرات ګنه ښاريانو ددوهمي ورځي لپاره د ايران پر ضدلاريون وکړی او هغه هيوادکي يي د افغان مهاجروسره په بدسلوک ايراني مامورين ملامت وبلل او د افغان ماشموانو لپاره يي د زده کړي نه اسانتيا د بشري حقونو سرغړاوی يادکړی.
په کابل کي بيا د ايران پر ضد مظاهره وسوه
د کابل په سلهاوو تنو اوسيدونکو د هغو يو شمېر افغانانو چي د ايراني پوليسو لخوا وژل سوي او دغه راز د ايران په سرحد کي توقف سوي د تيلو د ټانکرانو په خاطر په مظاهرو لاس پوری کړی او د ايران پرضد يې شعارونه ورکول.
په کابل کی د ایران پر ضد مظاهره وشوه
نن په کابل کې په سلهاو وګړو د ایران او افغانستان په پوله کی د تیلو د ټانکرو د نیول کیدو په ضد لاریون وکړ. د ایران لخوا د تیلو په زرهاو لاریو د بندیز له امله په افغانستان کې د تیلو بیې ډيرې لوړې شوي دي.
په ايران کي د افغان ګډوالو خپرې سوي ويډيو سخت غبرګونونه را پارولي
په دغه ويډيو کي چي وړمه شپه په کابل کي د طلوع خصوصي تلويزيون له خوا خپره سوې ښيي چي څو تنه ټپيان چي ويل کيږي افغانان دي د څو جسدونو تر څنګ په سخت حالت کي خوځيږي او ايراني پوليس مسخري ورباندي کوي.
غالب: ايران د بندي افغانانو دقيقه شمېره نه راکوي
د افغانستان د عدليې وزارت وايي چي ايراني مقامات په هغه هيواد کي د افغان بنديانو د شمير د بربنډولو څخه ډه ده کوي. خو وايي چي د ايران په زندانونو کي شاوخوا پنځه زره تنه افغانان په مختلفو تورونو بنديان دي.
هرات: ايران پر تيلو باندي بنديز نور هم سخت کړی دی
د هرات ولايت چارواکي وايي چي ايران تر اوسه پوري افغانستان ته د تيلو ټانکرو ته د ور تيريدو اجازه نه ده ورکړې.
فهيم: ايران موافقه کړې افغانستان ته د تيلو پر سر لګېدلی بنديز ليري کړي
ايران له دري اونيو را په دي خوا کابو 1600 ټانکرونه په څپله پوله کي درولي دي او اجازه نه ورکوي چي افغانستان ته تير سي.
ايران افغانستان ته د سونگ موادو پر ليږدولو بنديز لگولی دی
د څو ورځو راهيسي ايران د افغانستان سرحد ته نژدې په سلگونه ټانگران درلوي او افغانستان ته د تيريدو اجازه نه ورکوي. د هغوی په خبره دا ځکه چي دغه د سونگ مواد بهرنیو ځواکونوته وړل کيږي.
ايران د القاعدې لوړ پوړي کسان خوشي کړي دي
د بريتانوي ورځپاني The Times د يو رپوټ له مخي ايران د القاعدي د ترهګري شبکي يو شمير سرسخت لوړ پوړي زورپالونکي له زندان څخه خوشي کړي ترڅودافغانستان - پاکستان د ګډي پًولي په اوږدو کي د هغي شبکي يو برخه جوړه کړي.
په کندهار کي نيول سوی بهرنی د ايران پوځي منبصبدار نه دی
ناټو په خپل هغه خبر کي اصلاحات راوستلي دي چي ویلی يې ول په کندهار کي يو نيول سوی سړی د ايران د سپاه پاسداران غړی دي. ناټو وايي دغه سړی له ايران څخه افغانستان ته د وسلو په ليږدولو کي لاس لري، نه دا چی هغه ایرانی پوځي دی.
ايران د جندالله د ډلي يوولس تنه اعدام کړل
د ايران حکومت د دوشنبې په ورځ د جندالله د ډلي 11 تنه د زاهدان په زندان کي په دار وزړول. قضايي مقاماتو ويلي دي چي دې ډلي د تيري د ځانمرګي بريد چي په يو جومات باندي تر سره سو مسووليت په غاړه اخستی و.
اټومي پروګرام :د ايران سره خبري پربې باوريو سربيره دوام پيدا کوي
څيړونکي او ډيپلوماتان وايي چي د ايران د اټومي پروګرام پر سر خبري چي تر يوې 14 مياشتنی وقفې وروسته بيا پيل شوي وې، بيله کومي نتيجې څخه پای ته ورسيدې
د ايران دمحبسو څخه به په سلګونو افغاني بنديان آزاد سي
ويل کيږي چي اوس مهال په زرګونو افغانان د ايران د مختلفو ولايتوپه محبسوکي بنديان دي، چي حتی دقيقه شميره يې د افغانستان د حکومت سره هم نسته
ايران شپږ تنه افغان پوليس بيرته خوشی کړل
افغان امنیتي چارواکی: ايران هغه شپږتنه افغان پوليس بيرته افغانستان ته وسپارل چی تيره مياشت په فراه ولايت کي په «ناپوهي» سره د ايران خاوری ته وراوښتوي ؤ. .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زلمی رسول نن تهران ته ورسيد
وروسته له هغي چي ولسمشر حامد کرزي اعتراف وکړ چي د هغه يو لوړ پوړي مشاور له تهران څخه نغدي پيسي ترلاسه کړي، دا لومړي ځل دی چي د افغانستان يو لوړ پوړي پلاوي ايران ته سفر کوي
کرزی: داودزی زما په اجازه د ايران څخه پيسې اخلي
کرزی د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره په يوه خبري غونډه کي پر نورو موضوعگانو سر بيره د ايران د نغدي مرستو په اړه هم خبري وکړې او د نيويارک ټايمز ورځپاڼي د راپور ځني ټکي يې تايد کړه.
نيويارک ټايمز:د کرزي د دفتر رئيس ته ايران پيسې ورکوي
نيويارک ټايمز ورځپاڼه د ولسمشر حامد کرزي د دفتر پر ريس تور لګولی چي په دوامداره توګه د ايران څخه پيسې تر لاسه کوي.
کابل صبا د ايران او تاجکستان د ولسمشرانو کوربه دی
پلازمېنه کابل به د دوشنبې په ورځ د افغان، تاجک او ايراني ولسمشرانو د پينځمي ناستي کوربه وي. ددغو غونډو څلورمه د ايران په پلازمېنه تهران کي د زمري په مياشت کي د دريو هيوادونو د ولسمشرانو په ګډون تر سره سوې وه.
د روم غونډه: ایران به د افغانستان د شخړی په ختمولو کی ونډه واخلی
هالبروک:« کله چي له دی کنفرانس څخه مخکی له مونږ څخه وپښتل شول چي ايا د ايران د استازي د ګدون سره په دغي غونډي کي کومه ستونزه لری، نو مونږ وويل نه!. ايران کولاي شي چی د افغانستان د شخړي په ختمولو کي مهمه ونډه ولری.»
په ايران کی د نيول شوو آلماني خبریالانو برخه ليک
وسترويله وویل:« مونږ په ټول قوت سره هڅه کوو چې دا قضیه حل شي. دوه الماني تبعه په ایران کې نیول شوي دي. مونږهغو سره د اړیکو نیولو په لټه کی يو.»
د ايران ولسمشر د لومړي ځل لپاره په لبنان کي
ولسمشرمحمود احمدي نژاد په لبنان کي خپل سفر نن پيل کړ. دي د دوه ورځني سفر په ترڅ کي د لبنان له هغي سيمي څخه هم ليدنه کتنه کوي چي له اسراييلو سره ګډه پوله لري، کومه ليدنه کتنه چي نړيوال غبرګونه يي راپارولي دي.
د ايران، افغانستان او تاجکستان يوه ورځنی سرمشرايزه، د څه لپاره؟
د سرمشرايزي کوربه، د ايران جمهور رييس احمد نژاد وويل: «د افغانستان ستونزه بايد د سيمي په سطح حل شي، نور نه شي کولاي چي زمونږامنيت خوندي وساتي. هغوي په عراق کي هم دا کار ونه شو کړاي.»
اروپايي ټولنه د ايران پرضد نوي اقتصادي بنديزونه لګوي
نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو وزيران سره راټول سوي او غواړي چي په دې هکله يوه پريکړه وکړي چي د ايران پرضد نور بنديزونه هم ولګول سي.
ايران د اټومي لانجې پر سر خبرو اترو ته پر خپل چمتووالي ټنگار کړی
دامريکۍ دمتحدو ايالتونو استخباراتي څانګه CIA په دي عقيده ده چي ايران د دوو اتومي بمونو دجوړولو دپاره کافي توکي لري.
د ايران زرغون غورځنګ: يو ناکام انقلاب او که د ديموکراسي په لور لومړي ګام؟
د ايران د جمهوري رياست د شخړه ايزو ټاکنو په لومړي کاليزه کي د حکومت مخالفين غوښتل سړکونو او جادو ته راووځي. خو «سپاه پاسدران انقلاباسلامی» د « امنيت د ساتني په پلمه» ګواښ کړي چي هر ډول احتجاج به په زور وټکوي.
د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د ايران په وړاندي د نوو بنديزونو پريکړه کړې
د ملګرو ملتونو په پريکړه کي ويل کيږي چي په راتلونکي کي د ايران دپاره د ټانکونو، جنګي هيليکوپترو، جنګي بيړيو او د راکټي سيسټم جوړول منع دي...
ميک کريسټل: ايران د طالبانو ملاتړ کوي
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو ستر قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټال وايي، چي« ناټو داسي اسناد او بيلګي په لاس کي لري،چي ايران دطالبانو ملاتړ کوي...
په ايران کي د جندالله ډلي يو مشر عبدالحميد ريگي پانسۍ سوی
د رويترس خبري آژانس په يو رپوټ کي ليکي، چي د تيري دوشنبې په ورځ دجند الله په نامه دايران دسوني مذهبو پاڅيدونکو مشر عبدالحميد ريګي په اعدام محکوم سوی اوپانسۍ سوی دی...
آيا د خليج هيوادونه د ايران د اټومي بم څخه اندېښنه لري؟
د متحده عربي اماراتو خارجه وزير شيخ عبدالله بن ال نَهيان په اپريل کښي ويلي وه ، چي « اشغال اشغال دی »...
د ايران حکومت له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي
شيرين عبادي د آلمان غږ راډيو سره په مرکه کي وويل چي د ايران حکومت د ايرانيانو د تمدن او فرهنګ استازيتوب نه کوي. هغه له افغان کډوالو سره د ايران د دولت له ناوړه چلند څخه خواشنيي ده.
د ايران پر ضد د نوو بنديزونو طرحي، ترکيه خوابدې کړېده
داچي د امريکا متحده ايالات او د هغه متحدين دملګرو ملتو د امنيت دشورالخوا د ايران پر ضد نوي بنديزونه وضع کول غواړي ، او دا هم تر هغه وروسته چي تهران تر دې لږ دمخه د ترکيې او برازيل سره
ايران غواړي يورانيم په ترکيه کښي غني کړي
ددې دپاره چي د نووبنديزونو مخنيوی وکړي، نو يې د آخري چانس څخه استفاده وکړه : په اټومي شخړه کښي سازش ته حاضر ، او اوس غواړي خپل يورانيم په خارج کښي غني کړي
په ايران کي د بندي افغان زلميانو په اړه د امنستي انتر نشنل اندېښنې
د افغانستان په ولسي جرگه کي د مخدرو موادو سره د مبارزې کمېسيون په يوه رپوټ کي راغلي دي، چي په ايران کي 5500 تنه افغانان بنديان دي،چي ددې جملې څخه يې 3000 کسان د مخدره موادو په تور په اعدام محکوم سوي...
په تهران کي د هستوي وسلو د بندولو کنفرانس
په ايران کي نن د هستوي وسلو د بندولو يو کنفرانس د هغه هيواد د جمهور رييس محمود احمدی نژادی په وينا پرانيستل شو. د دغه کنفرانش شعار دی: «هستوي انرژي د ټولو لپاره او هستوي وسلي د هيچا لپاره».
امنيت شورا: پر ايران باندي بايد نوي بنديزونه ولګول سي
د ايران د اټومي لانجې په اړند دغه هيواد هر وخت د نړيوالو له غبرګونو سره مخامخ وي او هر وخت پر هغه باندي د امريکا لخوا د بنديزونو د لګولو خبري کيږي...
د ايران، افغانستان او د منځني آسيا نورو مشرانو په تهران کي نوروز ولمانځه:
د افغانستان ولسمشر، حامد کرزي نن (شنبی) ايران کي ؤ تر څو د هغه هيواد له ولسمشر محمود احمدي نژاد او دمنځني آسيا له نورو مشرانو سره نوروز ولمانځني.
د ايران د اټومي پروګرام له کبله په خليج کي تسليحاتي مسابقه
د نړيوالي ټولني او عامه ذهنيت په مخکي ايران بيله کومي بيری خپل اټومي پروګرام ته ادامه ورکوي ،چي دا نه يوازي په لويديزو هيوادو ، بلکه د خليج په هيوادو کي هم ډير تشويشونه رامنځته کړيدي
سنډې ټايمز: طالب جنګيالي په ايران کي روزل کيږي
برتانوۍ ورځپاڼه سنډې ټايمز د دوو تنو طالب جنګياليو له خولې ليکي، چي په ايران کي د طالبانو د پوځي روزني پروګرام په همدې تير ژمي کي پيل سو او هره دوره يې دري مياشتي دوام کوي...
د ايران جمهوررييس محمود احمدي نژاد دمشق ته تللی دی
سوريې د ايران سره پر خپلوښو روابطو يووار بيا ټينګار وکړی ، او دواړو هيوادو اسراييلو ته خبرداری ورکی
د ايران د اسلامي انقلاب 31 کاله پوره سول
د ايران اسلامي انقلاب په خپل هيجاني تاريخ کښي دوه مختلف تصويرونه لري، چي اصلاً يو دبل سره نه جوړيږي...
په ايران کي بشري حالت ورځ تر بلي له ګواښ سره مخامخ دی
د بشری ټولنو او د اروپا پارلمان د ايران د تر فشار لاندې وګړو خواته د زياتې پاملرنې غوښتنه کوی...
20 فيصده يورانيم به پخپله په ايران کي غني سي
تر هغه وروسته چه د مونشن په امنيتي کانفرانس کښي د ايران د يورانيمو د غني کولو پر سر خبري د ناکامۍ سره مخامخ سوې ، محمود احمدي نژاد په ايران کښي د يورانيمو د غني کولواعلان وکۍ
تهران غواړي په اټومي شخړه کي د لويديز سره جوړه وکي
خو واشنګټن غواړي عمل وويني او نه يوازي خالي خبري . بارک اوباما ملت ته د خپلي وينا پر وخت خپل تر ټولو شديد اخطار ايران ته ورکی
ايران د ژورنالسټانو دپاره يو لوی محبس دی
همداوس 42 تنه ژورنالسټان ، خبريالان او د انټرنيټ کارمندان په ايران کي بنديان دي ، او هره ورځ نور هم ورباندي اضافه کيږي
مخکينۍ پاڼه
د 45 پاڼو څخه 43
بله پاڼه