You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
ايران
دلته د ایران د سياست، اقتصاد او ټولني په اړه معلومات موندلای شئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
ايران لومړۍ ډله بنديان افغان چارواکو ته وسپارل
د ايران حکومت د افغان زندانيانو لومړۍ ډله د هرات ولايت د اسلام قلعه په سرحد کي افغان چارواکو ته وسپارله. د دواړو هيوادونو ترمنځ د يوه توافق له مخي په پلان کي ده چي په ايران کي ډير افغان بنديان افغانستان ته انتقال سي.
په ايران کي د افغانانو د اعدامونو په اړه اندېښنه
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایې چې په ایران کې افغانان نه یوازي دا چې اعدامیږي، بلکي مړو ته یې اجازه نه ورکوي چې خپلوان یې افغانستان ته را انتقال کړي.
افغانستان: ایران دې د افغانانو اعدامول ودروي
افغان حکومت په ایران کې د افغان کډوالو د اعدامولو پر وړاندې غبرگون ښولی دی او پر هغه باندې یې نیوکه کړې ده. په عین حال کې دغه وزارت ویلي دي چې د طالبانو پخوانی غړی معتصم آغا جان، اوس په متحده عربي اماراتو کې آزاد شوی دی.
د امریکا نوي قانون، د ایران د سفیر مخه ونیوله
حمید ابوطالبي چې په پام کې وه په ملگرو ملتونو کې د ایران استازیتوب وکړي، احتمالا په ۱۹۷۹ لسیزه کې په تهران کې د امریکا د سفارت په اشغال کې لاس درلود. له نوي قانون سره ښایي ابوطالبي، امریکا ته د داخلیدو اجازه پیدا نه کړي.
اوباما سعودي عربستان ته د سوریې او ایران په اړه ډاډ ورکړ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، د سعودي عربستان له پاچا عبدالله سره لیدلي دي. ویل کیږي چې دواړو مشرانو د سوریې د کورنۍ جگړې او ایران د اتومي پروگرام په اړه خبرې اترې کړې دي.
په لږو هيوادونو کي ډېر اعدامونه
د بخښني نړيوال سازمان په ټوله نړۍ کي تر سره سوي اعدامونه غندلي دي. د دغه سازمان په خبره په هغو هيوادونو چي د رسمي شمېرو له مخي د دعدام سزا پکښې ډېره ده ايران او عراق يې په سر کي راځي.
اسرائيلو نيول سوي وسلې خبريالانو ته وښوولې
اسرائیلو هغه وسلې چې تیره اوونۍ يې په یوه بحري کښتۍ کي کشف او نيولي وې رسنیو ته وښوولې. دغه وسلې د «ایلات» په بندر کې ساتل شوي. د اسرائیلو لومړي وزیر«بنیامین نتنیاهو» هم دغه وسلې ولیدلې.
د اروپا د بهرنیو چارو مسووله ایران ته تللې
د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو مسووله کاترین اشتون، د ایران پلازمینې تهران ته رسیدلې ده. اشتون به په دې سفر کې له ایراني چارواکو سره د دغه هیواد د اتومي پروگرام، د ایران او اروپايي ټولنې پر اړیکو باندې خبرې اترې وکړي.
م.م. په ایران کې د اعدامونو په هکله اندېښنه وښودله
د ملگرو ملتونو د سازمان ویاندې ویلې دي چې د روان میلادي کال په لومړیو ۷ اونیو کي په ایران کې د ۸۰ او ۹۵ په منځ کې کسان اعدام شوې دي. دغه ارقام ښيې چې په ایران کې د تیرو کلونو په پرتله د اعدام سزا ډیره شوې ده.
اسرائيل او ايران هميشه يو د بل دُښمنان نه ول
هيڅکله هم د دوو هيوادونو ترمینځ مناسبات دومره ګډوډ نه ول لکه د ایران او اسرائیلو ترمینځ چي دي. خو دوی د پردې تر شا د ۱۹۸۰مو کلنو پوري همکاري درلوده. ايران تر زياته وخته د اسرائيل د تيلو اړتيا پوره کوله.
«موږ له یهودانو سره ستونزه نه لرو»
د ایران په مشرتابه کې د اسرائیلو پر ضد د مخالفت له سیاست څخه د مخ اړولو نخښې نښانې مخ پر زیاتیدو دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نازي آلمان له لوري د یهودانو وژل د یوې «له بې رحمۍ ډکې تراژیدي» په توگه یاده کړې ده.
ايران د سوريې په کنفرانس کي ګډون کوي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي د سوريې د کړکېچ د حل له پاره د ژنيو دوهم کنفرانس ته ايران ور بللی دی. بله خوا بیا د سوريې د دولت مخالفانو ګواښ کړی دی چي په هغه صورت کي که ايران پکښې ګډون وکړي دوی به دغه کنفرانس تحريم کړي.
د ايران کنګل سوي پيسي بيرته ورکول کیږي
يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چي د ايران او نړيوالو قدرتونو ترمنځ د اټومي پروګرام پر سره د يوه توافق په بدل کي د ايران د کنګل سوو پيسو۵۵۰ ميليونه ډالره لومړی قسط به په درو اوونيو کي تحويل سي.
د ژنيو په کنفرانس کي د ايران د ګډون په اړه به امريکا او روسيه پريکړه کوي
د ملګرو ملتونو عمومي منشي ويلي دي چي د ژنيو و دوهم کنفرانس ته د ايران د ور بللو پريکړه دي د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو وزيران وکړي. بان کي مون روښانه کړې ده چي په کنفرانس کي د ايران له ګډون سره موافقه لري.
د سوریې په کنفرانس کي د ايران نامعلومه ګډون
په سوريې کي د سولې د راوستلو په منظور بالاخره د کنفرانس نېټه معلومه سوه. خو د دغه کنفرانس په تړاو يوه لانجه لا پاته ده چي هغه په دغه کنفرانس کي د ايران د نقش په هکله ده.
اوباما پر ايران باندي احتمالي بنديزونه ويټو کوي
سپيني ماڼي ويلي دي چي د امريکا د کانګرس د ۲۶ تنو سناتورانو له هغي لايحې سره چي له مخي يې پر ايران باندي نوي بندوزنه لګيږي مخالف دي. د سپيني ماڼۍ يوه وياند ويلي دي چي که دغه لايحه تصويب سي اوباما به هغه ويټو کړي.
کرزي او روحاني د اوږد مهاله همکاریو پر تړون توافق وکړ
حامد کرزي او حسن روحاني د دواړو هیوادونو تر منځ د دوستۍ او همکاریو د یوه اوږد مهاله تړون د رامنځ ته کولو پر سر توافق کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د کابل او واشنگټن تر منځ د امنیتي تړون پر سر لا هم اختلاف موجود دی.
حامد کرزی ایران ته په سفر تللی دی
افغان ولسمشر حامد کرزی، د یوه جگپوړي هیئت په مشرۍ د یکشنبې په ورځ تهران ته رسیدلی دی. هغه په خپل دغه سفر کې د خپل ایراني سیال حسن روحاني، سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراخیدو په هکله خبرې اترې کوي.
ايران: کابل دي امنيتي تړون نه لاسليکوي
د ايران د بهرنيو چارو وزارت پر افغانستان ږغ کړی دی چي له امريکا سره امنيتي تړون لاسليک نه کړي. دا غوښتنه ايران ته د کرزي تر سفر يوه اوونۍ دمخه سوې ده.
پر ايران باندي بنديزونو افغان کډوال اغېزمن کړي
د مهاجرو يوه سازمان ويلي دي چي هغه افغان کډوال چي په ايران کي ژوند کوي پر دغه هيواد باندي د نړیوالو بنديزونو په ترڅ کي له فقر سره مخامخ دي. پر ايران باندي د اټومي پروګرام پر سر نړيوال بنديزونه لګېدلي دي.
امريکا او بريتانيا له ايران سره د اټومي تړون دفاع وکړه
اوباما ویلې دي چې له ایران سره موافقه د امریکا د امنیت په ګټه ده. د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر د خپل هیواد پارلمان ته په وينا کي له اسراییل څخه وغوښتل چې له ایران سره رامنځ ته شوی جوړجاړی دي نه زیانمنوي.
په ژنيو کي د ايران او ۵+۱ ترمنځ موافقه سوې ده
د ايران د اټومي پروګرام پر سره خبري اتري تر اوږدو بحثونو وروسته په ژنيو کي نتجه ورکړې ده. په دې سره د دغه هيواد د اټومي پروګرام پر سره د اوږدو کلونو جنجال د له منځه وړلو له پاره يو مهم قام اخيستلو سوی دی.
د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې
د ایران د اتومي پروگرام پر سر په خبرو اترو کې د گډون له پاره ۵+۱هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران ژنیو ته سفر کړی دی. ژنیو ته د بهرنیو چارو وزیرانو سفر د ایران د اتومي پروگرام په هکله یوه توافق ته د رسیدو هیلې راپیدا کړي دي.
«ايران د افغان کډوالو حقوق تر پښو لاندي»
د بشري حقونو د څارني سازمان په يوه تازه راپور کي ويلي دي، هغه افغانان چي له جنګ څخه ايران ته پناه وړي، د دغه هيواد د حکومت تر سيستماتيکي بدرفتارۍ لاندي راځي او بې له مهلت ور کولو څخه بيرته شړل کيږي.
د ايران له اتومي پروګرام سره د فرانسې شرطونه
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره د لیدني کتني پر مهال د ایران د اتومي پروګرام پر سر موافقې ته د رسیدو له پاره څلور شرطونه وړاندي کړي دي. د خبرو بل پړاو د نوومبر پر ۲۰ نېټه دی
د ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرې ادامه لري
د ایران د اتومي پروگرام پر سر مذاکراتو کې یو قوي تحرک رامنځ ته شوی دی، خو لا هم اړخونه کوم جوړ جاړي ته نه دي رسیدلي. انتظار کیږي چې په ژنیو کې به د شنبې په ورځ د ۵+۱ د هیوادونو د بهرنیو چارو ټول وزیران گډون وکړي.
نتانياهو: د ايران پر ضد يوازي هم عمل کولای سو
د اسرائيلو لومړي وزير نتانياهو د ملگرو ملتونو په عمومۍ اسامبلۍ کي د وينا پر مهال په غير مستقيمه توگه ايران په يوه بريد وگواښه، که چيري دغه هيواد غواړي چي اټومي وسلې ولري.
د ايران او امريکا تاريخي ليدنه کتنه
د ايران او امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرانو محمد جواد ظريف او جان کيري په نيويارک کي د ايران او ۵+۱ هيوادونو په غونډه کي مخامخ خبري وکړې. دا د وزيرانو په کچه تر ۳۴ کلن ځنډ وروسته لومړۍ غونډه ده.
ايران غواړي اټومي لانجه ختمه کړي
حسن روحاني له واشنگټن پوست سره په خبرو کي وويل چي ايران دې ته ترجيح ورکوي چي د پراخو خبرو اترو په ترسره کولو سره د دغه هيواد اټومي لانجه په درو مياشتو کي ختمه کړي. هغه وايي دا يې د دولت تر ټولو مهم مسئوليت دی.
روحاني: ايران له لوېديځ سره خبرو ته تيار دی
د ايران جمهور رئيس حسن روحاني، ملگرو ملتونو ته په وينا کي پر دغه هيواد باندي پر لگېدلو بنديزونو باندي سختي نيوکي وکړې او زياته يې کړه چي د اټومي پروگرام په اړه ابهامات د خبرو له لاري له منځه تلای سي.
ایران د اتومي پروگرام پر سر خبرو اترو کې گډون کوي
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو مسؤلي ویلي دي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د شپږو سترو نړیوالو ځواکونو سره د دغه هیواد د اتومي پروگرام پر سر خبرو اترو کې گډون وکړي. دغه غونډه به په روانه اوونۍ کې تر سره شي.
د ایران نوي ولسمشر یهودانو ته د نوي کال مبارکي وویله
د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني، د خپلې تویتر پاڼې له لارې یهودانو ته د هغوی د نوي کال په مناسبت مبارکي وویله. ویل کیږي چې دا د دغه نوي ټاکل شوي ولسمشر د یو څه نرم دریځ څرګندوی دی.
د ایران د اتومي شخړې پر سر د نویو خبرو غوښتنه
کترین اشتون د ایران د اتومي پروگرام پر سر د خبرو اترو په برخه کې د نویو خوځښتونو غوښتنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې د ایرن نوي ولسمشر حسن روحاني، په خپله بهرنۍ پالیسي کې د بدلون راوستو ژمنه کړې ده.
په ايران کي د مصدق د پرځونې ۶۰مه کليزه
ايران امريکا ته د «شيطان» او امريکا ايران ته د «شيطاني محور» خطاب کوي. د دغو دواړو هيوادونو د بې ساري ضديت اصلي ريښه په ايران کي د خميني انقلاب نه، بلکې ۶۰ کاله مخک د لومړي وزير محمد مصدق پرځونه بلل کيږي.
له ايران سره د ستراتيژيک تفاهمليک عملي کول ستونزمن دی
کارپوهان وايي چي د افغانستان او ايران د ملي امنيت شوراگانو ترمنځ د «ستراتيژيک تفاهمليک» د مادو عملي کول په اوسنيو شرايطو کي امکان نه لري. له ايران سره تفاهمليک د شنبې په ورځ لاسليک سوی دئ.
افغانستان له ایران سره «د همکاریو تفاهم لیک» لاسلیک کړ
افغان او ایراني حکومت د «همکاریو تفاهم یادښت» لاسلیک کړ. دغه تفاهم لیک د افغانستان د ملي امنیت د مشاور رنگین دافر سپنتا، د او د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د عالي شورا منشي سعید جلیلي ترمنځ لاسلیک شو.
د ایران ولسمشر د خپلې دندې لوړه وکړه
د ایران ولسمشر حسن روحاني، په رسمي توګه د پارلمان پر وړاندې د خپلې دندې لوړه وکړه. د یو شمیر نورو بهرنیو هیوادونو د مشرانو سربیره افغان ولسمشر حامد کرزي هم په دغه مراسمو کې ګډون کړی وو.
د ايران نوی حکومت او د افغان کډوالو برخليک
په ایران کې افغان کډوال وايي که څه هم حسن روحاني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال د دوی د وضعیت ښه کېدو ته کومه اشاره نه ده کړی، خو بیا هم دوی د ولسمشر په توګه د هغه په ټاکل کیدو خوښ دي او د خپل حالت د ښه کیدو هیله لري.
له ایران څخه افغانستان ته صادارت کم شوي دي
افغان حکومت وايي په ایران کې وروستي خراب اقتصادي حالت پر افغانستان هم ناوړه اغیز کړی دی. افغانستان په سوداګرۍ کې زیاتره پر ایران او پاکستان تکیه کوي، خو اوس ایران افغانستان ته خپل صادرات په بي ساري توګه کم کړي دي.
حسن روحاني، د ایران ولسمشریزې ټاکنې وګټلې
د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ په ټاکنوکې حسن روحاني له څه د پاسه ۵۰ سلنو رایو په ترلاسه کولو سره د دې هیواد د ولسمشریزو ټاکنو ګتونکی دی.
په ايران کي د ولسمشرۍ ټاکني پيل سوې
ایرانیان د جمعې په ورځ د رایو ورکولو صندوقونو ته ولاړل، چي د خپل هیواد راتلونکی ولسمشر وټاکي. په دغو ټاکنو کې د ایران اصلاح غوښتوونکي ټول د یوه نوماند پر سر موافقې ته رسیدلي دي. خو محافظه کاران نه.
د ايران د ټاکنو په اړه افغانان څه نظر لري
د ایران ټاکني په دغه هیواد کې د افغان گډوالو د شتون او همداراز په افغانستان کې امریکایي ځواکونو د حضور له کبله ډیر اهمیت لري. په دې اړه افغانان څه وايي.
«ایران ته د طالبانو د هییت سفر څیړل کیږي»
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ایران ته د طالبانو د یوه هیت د سفر په هکله د دغه هیواد له چارواکو سره خبرې کوي. په عین وخت کې وزارت د خپلو اتباعو څخه غوښتي دي چې ایران ته د غیر قانوني تګ راتګ څخه ډډه وکړي.
په ټاکنو کي د رفسنجاني کانديداتوري رد سوه
د ایران «شورای نگهبان» يا د څارني کمېټې د دغه هیواد د جمهوري رياست په راروانو ټاکنو کې د نوماندانو نومړل اعلان کړ. هغه څه چې ډیر بحثونه یې راپارولي دي د اکبر هاشمي رفسنجاني او اسفندیار رحیم مشایي، د کانديداتورۍ ردول دي.
ایران دوه تنه د جاسوسۍ په تور اعدام کړل
ایران دوه تنه، د امریکا او اسراییلو د استخباراتي شبکو له پاره د کار کولو په تور اعدام کړي دي. په ۲۰۱۲م کال کې ایران د نړۍ په سطحه په اعدام کولو کې دویم ځای لاره.
دويل: ايران پر افغانانو باندي د بنديز لگولو حق لري
په ایران کې د ملګرو ملتونو د ګډوالې د ادارې یا UNHCR مشر بیرنارد دویل، وایي چې ایران له قانوني لحاظه حق لري چې په خپلو یو شمیر ولایتونو کې د افغانانو د تګ راتګ او د هغوی د اوسیدو مخه ونیسي.
رفسنجاني بیا غواړي د ایران ولسمشر شي
د ضرب الاجل تر پای ته رسېدو لږ وړاندې پخواني ولسمشر، اکبر هاشمي رفسنجاني په ايران کې ولسمشريزو ټاکنو ته د نوماند په توګه ودرېد. په دې سره د جون مياشتې انتخابات نوې بڼه ځان ته غوره کوي.
امريکا د ايران پر وړاندي اسرائيل تقويه کوي
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر چاک هېګل، د یکشنبې په ورځ اسرائیلو ته رسیدلی دی. دا د امریکا د دفاع وزیر په توگه اسرائیلو ته د هغه لومړی سفر دی. هغه د منځني ختیځ څلورو نورو هیوادونو ته هم ولاړ شي.
په ايران کي د وژل سوو افغانانو جسدونه را انتقال سول
په ايران کي د وژل سوو افغانانو جسدونه را انتقال سول
په ايران کي يوې سختي زلزلې ۴۰ تنه وژلي دي
په ايران کي يو بل طبيعي ناورين: د لومړيو راپورونو له مخي په يوې پياوړي زلزې کي تر اوسه پوري د ۴۰ کسان وژنه تائيد شوې ده. ويل کيږي چي د دغي زلزلې له امله په پاکستان کي هم خلک وژل سوي دي.
مخکينۍ پاڼه
د 45 پاڼو څخه 38
بله پاڼه