You need to enable JavaScript to run this app.
محتوا ته تګ
اصلي مینو ته تګ
د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټول ویډیويي راپورونه
سیمې
افغانستان
آلمان
آسیا
اروپا
منځنی ختیځ
امریکا
موضوعګاني
مهاجرت
بشري حقونه
چاپیریال
برخي
سیاست
اقتصاد
ټولنه او فرهنګ
پوهه
مهمي موضوعګاني
په افغانستان کې د ښځو حقونه
پښتونخوا
ټول ویډیويي راپورونه
تلویزیون په ژوندۍ بڼه
اعلان
ايران
دلته د ایران د سياست، اقتصاد او ټولني په اړه معلومات موندلای شئ.
د د دې موضوع په اړه ټول مطالب له برخې تیريدل
د دې موضوع په اړه ټول مطالب
د بيجي د نفتو دستگاه په بيرته نيولو کي د ايران رول
امريکا وايي ايران د عراق د بيجي د نفتو دستگاه په بيرته نيولو کي رول لاره.
تهران ته د طالبانو د سفر په اړه د ايران حکومت بې خبره دئ
د ايران د ولسمشر حسن روحاني وياند تهران ته د افغان طالبانو د سياسي استازي سفر نه مني.
طالبانو ايران ته سياسي استازی لېږلی
دا دريم وار دئ چي طالبان ايران ته سياسي استازی لېږي. دغه هيئت د دوشنبې په ورځ ايران ته رسېدلی.
په یمن کې بیا هوایي بمبارۍ پیل شوې
په یمن کې د یوه پنځه ورځني اوربند وروسته د حوثي یاغیانو پر ضد د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف یو ځل بیا بمبارۍ پیل کړي دي. د اوربند د غځیدو غوښتنې ته کومه توجه نه ده شوې.
په ایران کي د ماشومانو خرڅلاو
د ایران په تهران، ساری، آمل او لسونو نورو ښارونو کې ماشومان پلورل کیږي.
ايران: پر ايرانۍ کښتۍ يرغل به د جنگ پيل وي
د ايران د لوی درستيز مرستيال امريکا او عربستان ته په خطاب گواښ کړی دئ، چي که ئې د مرستو د کښتۍ ممانعت وسي اور به بل سي.
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
په دې انځورونو کې اروپا ته د یوه افغان کډوال پیاده سفر ښوول شوی دی
«ايران له ۲۰۰۹ کال راهيسي حوثيانو ته وسلې لېږلې»
د ملگرو ملتونو د کارپوهانو يوې ډلي ويلي دي چي ايران له ۲۰۰۹م کال راهيسي په يمن کي حوثيانو ته وسلې لېږلي دي.
انځورونه: سعودي عربستان د يمن هوايي ډگر بمبار کړ
په دې انځوريز راپور کي به د يمن ويجاړ سوی هوايي ميدان او الوتکي وويني چي سعودي عربستان بمبار کړی دئ.
بوش: له ايران سره موافقه د امريکا د ملي امنيت په زيان ده
د امریکا پخواني ولسمشر جورج بوش له یهودي پانگوالو سره د لیدنې پر مهال د ایران په اړه د اوباما پر سیاست نیوکه وکړه.
جان کیري، حوثي یاغیان خبرو اترو رابللي
د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح له لوري د بیا پخلانیې د غوښتې وروسته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، له حوثي یاغیانو غوښتي دي چې د سولې له مذاکراتو سره یو ځای شي.
انځورونه: د ايران جوړ نوي پوځي تجهيزات
انځورونه: د ايران جوړ نوي پوځي تجهيزات
یمن د ایران د سولې وړاندیز رد کړ
ایران د شنبې په ورځ د یمن د کړکیچ د هواري له پاره په ملگرو ملتونو کې یو څلور نکته یي پلان وړاندې کړ.
نتانیاهو ایران له نازي رژیم سره پرتله کوي
د اسرائیلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د یهودیانو د عام وژني د یادون له ورځې پر ایران د لفظي حملې له پاره استفاده وکړه.
اوباما د ايران د تړون لپاره د ملاتړ په لټه دی
د اوباما لپاره دا يو لوی چېلنج دی چي د ايران د خليجي هيوادونو او اسرائيل ملاتړ د لوزان د تړون لپاره تر لاسه کړي.
د ایران پر اتومې شخړې موافقه وشوه
له ایران سره په اتومي شخړه کې یو توافق تر لاسه شو. ایران په خپل اتومي پروگرام کې محدودیت ومانه، په بدل کې لویدیځ بندیزونه لیری کوي. په تهران کې خلکو په لمانځنو لاس پورې کړی دی.
د قاهرې نوې ملگري
پر مصر باندې د امریکا متحده ایالاتو له لوري د پوځي تجهیزاتو په برخه کې لگول شوي بندیزونه څو ورځې تر مخه لیرې کړی شول. سر له اوسه متحده ایالات د مصر د پوځ د ملاتړ خبره کړې.
له ایران سره د اتومي پروگرام پر سر مذاکرات ادامه لري
د ایران د اتومي شخړې پر سر د یوې احتمالي موافقې څخه مخکې د اسرائیل صدراعظم یو ځل بیا د هغې پر وړاندې خبرداری ورکړ.
د ایران د اتومي شخړې پر سر د خبرو پریکړن پړاو
د ایران د اتومي شخړې پر سر د یوې وروستۍ موافقې په موخه د پنځه جمع يو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیران سره ټول شوي دي.
تهران له برلین سره د بهتره مناسباتو غوښتونکی دی
تهران له برلین سره د بهتره مناسباتو غوښتونکی دی
د يمن جمهور رئيس رياض ته تښتېدلی
د يمن جمهور رئيس په خپل هيواد کي د کړکېچ تر پراخېدو وروسته رياض ته تښتېدلی دی او هلته يې تود هرکلی شوی دی.
«ايران سيميز قوت جوړېدل غواړي»
د ايران د اټومي پروګرام پر سر په سويس کي خبري اتري ادامه لري.
اوباما: ايران او امريکا تاريخي چانس لري
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر باراک اوباما وايي چي د واشنګټن او تهران د اړيکو د ښه کولو له پاره يو تاريخي چانس سته.
«نوی قانون به د ايراني ښځو حقونه محدود کړي»
«نوی قانون به د ايراني ښځو حقونه محدود کړي»
په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ دوام لري
د تخار ولایت چارواکي وایي چې د هغو درو تنو افغانانو مړي چې په ایران کې اعدام شوي دي دوی ته سپارل شوي دي.
«ايران دي خپل اتومي پروگرام لس کاله ودروي»
له ایران سره د اتومي پروگرام په هکله خبري اتري پریکړنده مرحلې ته رسېدلي دي.
«په پاکستان کي د جيش العدل مشر نيول سوی»
د ايران حکومت د مخالفي ډلي «جيش العدل» يو مشر سلام ريگي په پاکستان کي نيول سوی دئ.
افغانستان او ایران په کابل کې گډ نندارتون پرانیست
افغانستان او ایران په کابل کې خپل دویم سوداگریز نندارتون پرانيست. په دې نندارتون کې بېلابېل توکې نندارې ته وړاندي شول.
په ايران کي له افغان کډوالو سره د زده کړو په برخه کي د آلمان مرسته
آلمان په ایران کې له میشتو افغان کډوالو سره د زده کړي د ښو شرایطو د برابرولو په برخه کې مرستي کوي. د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتو عالي کميشنرۍ خبر ورکړی دی چې آلمان په دې موخه د نغدو پیسو مرسته کړې ده.
«د کډوالو وضعیت د ښه کولو هڅي کوو»
د افغانستان د ملي یووالي حکومت چارواکي وایي چې په گاونډیو هیوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته ښه کولو هڅي کیږي. د کډوالو جبري ایستل، هغه گواښ دی چې په ایران او پاکستان کې افغان کډوال ورسره مخامخ دي.
روسيه او ايران د افغانستان له نشه يي موادو سره گډه مبارزه کوي
د روسيې د نشه يي موادو د راکړي ورکړي د کنترول ادارې چارواکي، په افغانستان کي پر ناټو تړون باندي نيوکه کوي چي له نشه يي موادو سره مبارزې ته ئې پام کړی نه دی. اوس ئې په دې برخه کي له ايرانه مرسته غوښتې.
افغان حکومت: ايران دي افغان کډوال نه باسي
افغان حکومتي ویاند د چهارشنبې په ورځ (د دسامبر ۳مه) وویل چې افغانستان به په نزدې وخت کې ایران ته یو پلاوی واستوي چي د هغو ۷۶۰۰۰۰ افغان کډوالو د ویزو د غځیدو په اړه خبرې وکړې چې اوس د ایستل کیدو له گواښ سره مخامخ دي.
ایران د «اسلامي دولت» پر مرچلو بمبارۍ کوي
د افراطي ډلي «اسلامي دولت» پر ضد جگړه کې ایران د عراق د حکومت تر څنگ ولاړ دی. د پنتاگون د معلوماتو له مخې اوس د ایران رژیم له امریکا سره بې له مشورې په عراق کي په اول وار د «اسلامي دولت» پر ضد هوايي بریدونه کړي دي.
د ایران پر اتومي شخړې خبرې اترې روانې دي
د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دايمي غړو جمع آلمان او د ایران تر منځ د دغه هیواد د اتومي پروگرام پر سر خبرې اترې کومې پایلې ته نه دي رسیدلي. اوس د خبرو اترو د ضرب الاجل د غځولو خبرې کیږي.
د ايران د اټومي پروګرام په تړاو خبري ادامه لري
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري خبردارې ورکړی چې د ایران او لویدیځ تر منځ د اټومي لانجې پر سر په خبرو اترو کې ژور درزونه موجود دي.
د ایران د اتومي پروگرام په هکله خبرو اترو کې پرمختگ نه دی شوی
د ایران د اتومي پروگرام په هکله د امریکا متحده ایالاتو، اروپایي ټولنې او د ایران تر منځ دوه ورځنۍ خبرې اترې پرته له کومې پایلې ختمې شوي دي. اوس به په یوه غټ چارچوکاټ کې دغه خبرې اترې ادامه ومومي.
د ایران آیت الله ته د اوباما پټ لیک
ویل شوي چې ولسمشر اوباما د له ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه ای، څخه د «اسلامي دولت» ترهگرې ډلې پر ضد جگړه کې د همکاری غوښتنه کړې. د دې همکارې له پاره البته شرط د ایران د اتومي شخړه ییز پروگرام پر سر موافقه ټاکل شوی دی.
افغاناني هم «رپ» سندري وايي
په افغانستان کې یو شمیر نجوني هڅه کوي چې د «رپ» سندرو د ویلو له لاري د ښځو د حقونو له پاره خپل غږ پورته کړي. په وروستیو وختونو کې په دې رشته کې پر ستونزو سربيره د ښځینه سندرغاړو شمیر ډېر شوی دی.
په ایران کي د اعدامونو کچه لوړه شوې ده
د بشري حقونو یوه څېړونکي په ایران کې د اعدامونو د ډېرښت په اړه اندېښنه ښوولې ده. دغه رپوټ په داسي حال کې خپریږي چې په ایران کې یوه ښځه د هغه کس د وژلو په تور اعدامیږي چې ویل کیږي پر هغې باندي یې د جنسي تیري هڅه کوله.
په عراق کي د ايران رول
د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له يوه دولتي تلويزيٍون سره په مرکه کي ويلي دي چي «اسلامي دولت» ډله د ټول منځني ختيځ له پاره يو ګواښ دی. ظريف زياته کړې ده چي د عراق له نوي حکومت سره بايد مرسته وسي.
د ايساف الوتکه په ايران کي کښته شوه
د تهران یو چارواکي ويلي دي چې یوه الوتکه چې له افغانستان څخه یې د امریکايانو په شمول ۱۰۰ تنه نور کسان د دوبې په لور لیږدول، د پرواز د یوې اشتباه له امله ورته امر وشو چې د ایران په جنوب کې کوزه شي.
ایران په عراق کې څومره نفوذ لري؟
ایران د عراق په سیاست کې ډیر نفوذ لري. د عراق اوسنی صدراعظم نوري المالکي دغه نفوذ ډیر ښه احساسوي، ځکه تهران له هغه څخه اوس مخ اړولی او له دې سره د هغه د اقتدار د پای ورځې رارسیدلې دي.
په ايران کي مسافر وړونکې الوتکه لوېدلې ده
د ايران د خبري رسنيو په حواله د دغه هيواد د مهرآباد په هوايي ډگر کي يوه مسافر وړنکي الوتکه رالوېدلې ده او پکښي سپاره کسان وژل سوي دي. د رالوېدلو دليل يې د الوتني پرمهال د ماشين خاموشېدل ښوول سوي دي.
په نړۍ کي نزدې ۵۰ ميليونه انسانان کډوال دي
د ملگرو ملتونو د کډوالو ادارې د يوه نوي رپوټ له مخي په نړۍ کي د کډوالو شمېر تر دوهمي نړيوالي جگړې راوروسته تر ټولو لوړي کچي ته رسېدلی دی. هره ورځ تقريباً ۳۰۰۰۰ انسانان کډوال کيږي.
د عراق کړکېچ په اړه د ايران او امريکا د همکارۍ احتمال
د ایران یوه رسمي چارواکي اعلان کړی دی چې هيواد يې د عراق کړکېچ د حل په برخه کې له امریکا متحده ایالاتو سره همکارۍ ته چمتو دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي چې له ایران سره د عراق بحران په هکله خبري شوي نه دي.
ايران او ترکيه غواړي يو له بل سره همکاري وکړي
د ايران جمهور رئيس په لومړي وار په يوه رسمي سفر ترکيې ته تللی دی. دغه سفر يوازي اقتصادي بڼه نه لري، بلکي د سوريې په اړه به هم خبري وسي: د سوريې په اړه د نظر د توپير سره سره دواړه هيوادونه غواړي يو له بل سره همکاري وکړي.
ايران: له امریکا او روسيې سره خبري کوو
تر اوسه پوري د ايران د لانجمن اټومي پروگرام پر سر يوازي په ۵+۱ غونډو کي خبري کېدلې. خو اوس تهران اعلان کړی دی چي غواړي په دې اړه له مسکو او واشنگټن سره دوې اړخيزي غونډي پيل کړي.
د مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي هڅې
په افغانستان کې د مخدره توکو د تولید د کچې له لوړیدو سره ایران له دې هیواد سره پر خپله پوله باندې د دیوالونو، خندقونو او نورو سترو پروژو له جوړولو سره، غواړي چې د قاچاق مخه ونیسي.
کابل د پاکستان د ملي امنيت سلاکار خبري رد کړې
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان د ملي امنيت سلاکار سرتاج غزيز خبرو ته غبرگون وښود. سرتاج عزيز ويلي ول چي طالبان دي د افغانستان په نوي راتلونکي حکومت کي ونډه ولري.
ايران د سوريې جگړې ته افغانان استخداموي
د والستريت ژورنال د يوه راپور له مخي ايراني چارواکي په دغه هيواد کي افغان کډوال په سوريه کي د جگړې له پاره استخداموي. ويل کيږي چي له دې څخه هدف د «سپاه پاسداران» جنگياليو د تلفاتو مخنيوی دی.
مخکينۍ پاڼه
د 45 پاڼو څخه 37
بله پاڼه