ايران: استراليايي څيړونکې به په زندان کې پاتې وي
۱۳۹۸ دی ۸, یکشنبهد اسلام پيژندنې په برخه کې د مطالعاتو څيړونکې، اسټرلیايی کايلي مور ګيلبرت له سملاسي خوشي کولو سره ایران مخالفت ښکاره کړی دی. دغه استراليايي ميرمن د جاسوسۍ او د «ايران ملي امنيت په خطر کې د اچولو» په تور په ايران کې نيول شوې ده. ميرمن ګيلبرت او د استراليا حکومت د ايران دغه تورونه ردوي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، عباس موسوي، د شنبې په ورځ (د دسمبر ۲۸مه) خبريالانو ته وويل چې ايران د «سياسي او تبليغاتي وضعيتونو جوړيدو ته نه تسليميږي.»
موسوي زياته کړه: «دغه استراليايي ميرمن به د بل هر هغه محکوم په څير چې قضايي حکم لري، خپله د محکوميت دوره د ټولو قانوني حقونو په رڼا کې تيروي.»
کايلي مور ګيلبرت يوه وتلې د منځنی ختيځ پيژندونکې ده. هغه له نهو مياشتو راپدېخوا په ايران کې د جاسوسۍ په جرم پر لس کاله بند باندې محکومه شوې او بندي ده.
په ايران کې د هغې د نيول کيدلو خبره په سپتمبر مياشت کې معلومه شوه او اوس د ايران په مشهور زندان، اوين کې بندې ده.
د رپوټونو پر اساس، ميرمن ګيلبرت او له هغې سره بندي د فريبا عادلخواه په نوم ېوې ايراني الاصله فرانسوۍ ښځې د عیسوي کريسميس اختر په مقدسه شپه (د دسمبر ۲۴مه) په اوين محبس کې د نه خوړولو اعتصاب کړی دی.
د استراليا خارجه وزيرې، ماريس پین، د مورګيلبرت د برخليک په اړه انديښنه ښکاره کړې او غوښتي يې دي چې د هغې سره دي منصفانه او د نړيوالو مقرارتو مطابق چلند وسي.