ايا په زرګونو امريکايي سرتېري له آلمانه وځي؟
۱۳۹۹ خرداد ۱۷, شنبهداسې ويل کيږي چې د متحده آيالاتو ولسمشر دونالد ترمپ له آلمان څخه د زرونو امريکايي سرتېرو د وتلو امر کړی دی. په واشنګټن کې يوه حکومتي چارواکي ويلي دي چې په آلمان کې له اوسمهال ۳۴۵۰۰ دايمي مېشتو عسکرو څخه به ۹۵۰۰ سرتېري تر سپتمبر مياشتې پورې له دغه هېواد څخه وځي. يوه برخه به يې پولنډ او د متحدينو نورو هېوادونو ته ولېږل او يوه بله برخه به يې بېرته د امريکا متحده آيالاتو ته ستنه شي.
د وال ستريت ژورنال ورځپاڼې په حواله د ترمپ د ملي امنيت مشاور، رابرت اوبراين، څه موده مخکې داسې يوه هوکړه لاسليک کړې ده. د امريکايي عسکرو حد اکثر شمېر چې په عين وخت کې په آلمان کې پاته کيږي، ښايي په دې سره به ۲۵ زره وټاکل شي. يادې ورځپاڼې د ځواکونو د ويستلو د پلان دليل نه دی راوړی، خو د ترمپ هغې تکراري غوښتنې ته يې اشاره کړې ده چې آلمان بايد خپل دفاعي لګښتونه لوړ کړي. د ناټو غړو هېوادونو د هدف په توګه تعيين کړي دي چې د خپلې اقتصادي وړتيا دوه سلنې به په دفاعي برخه کې لګوي. آلمان له دغه هدف څخه لا ډېر لېرې پاته دی.
آلمان د «نزدې متحد» په توګه
سپينې ماڼۍ او پنتاګون نه غوښتل چې د وال ستريت ژورنال ورځپاڼې رپوټ تائيد يا رد کړي. د متحده آيالاتو د ملي امنيت د شورا يوه وياند د يوې پوښتنې په ځواب کې يوازې دومره وويل چې «اوسمهال» به هيڅ کوم اعلان ونه شي. خو د وسله والو ځواکونو د اعلی قوماندان په حيث ترمپ په دوامداره توګه د پوځ تر ټولو ښه موقعيت او په بهر کې يې حضور ارزوي. په ورته وخت کې ياد وياند ټينګار وکړ: «د امريکا متحده آيالات پر له پسې مصمم دي چې له خپل نزدې متحد يعنې آلمان سره ګډ کار وکړي.» د آلمان د بهرنيو چارو وزارت هم د نظر له ورکولو څخه انکار کړی دی.
تېر کال هم د امريکا متحده آيالاتو له آلمان څخه د خپلو عسکرو د قسمي اخراج ګواښ کړی و. د متحده آيالاتو پخواني سفير ريچارد ګرېنل په اګست مياشت کې ويلي وو: «دا په رښتيا سپکاوی دی چې د دې تمه کيږي چې د متحده آيالاتو يو ماليه ورکوونکی بايد له دې وروسته هم په آلمان کې مېشتو څه باندې ۵۰ زرو امريکايانو ته معاش برابر کړي، خو آلمانان خپلې تجارتي ګټې يوازې په کور دننه مصرفوي.»
wa/ack (rtr, afp, dpa)/ن ص/ا و ا
د اړونده موضوع په ارتباط زمونږ له آرشیف څخه انځوریز رپوټ: