روسیې تېره شپه پر اوکراین له ۸۰۰ ډېر درونونه توغولي دي
۱۴۰۴ شهریور ۱۶, یکشنبهد اسوشتید پریس خبري آژانس د رپوټ پر اساس، پر اوکراین د روسیې د تېرې شپې په حملو کې په پلازمینه کیف کې لږ تر لږه ۲ کسان وژل شوي دي. دغه آژانس ليکي چې په کیف کې ېې خبریال د کابینې د وزیرانو ساختمان ليدلی چې له سره ېې غليظ لوګی پورته کېده.
خو وايي روښانه نه ده چې لوګی پر ساختمان د کوم توغندي یا ډرون د مستقیم لګېدو له کبله او که د ويشتل شوو ډرون یا توغندي ټوټو د رالوېدو په دلیل رامنځ ته شوی دی.
روسیې تر اوسه د ښار په مرکز کې پر حکومتي ساختمانونو له حملو ډډه کړې ده.
د اوکراین د هوايي ځواکونو ویاند یوري ایهنات د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۷مه) د روسیې د بیګانۍ حملې په تائید وویل چې دا پر اوکراین د روسیې د پوځي يرغل له پیل راهیسې د ډرونونو تر ټولو لویه حمله وه. کیف وايي روسیې تېره شپه پر اوکراین ۱۳ مختلف النوع توغندي هم توغولي دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې ۷۴۷ ډرونه او ۴ توغندي ېې شنډ او راغورځولي دي.
۵۶ ډرونونه او ۹ توغندي د اوکراين په مختلفو برخو کې پر ۳۷ ځایونو لګېدلي او په ۸ ځایونو کې د ويشتل شوو ډرونونو او توغندیو ټوټې رالوېدلي دي.
د اوکراین صدراعظمې یولیا سویریدنکو وویل چې د لومړي ځل له پاره د یو دښمن په حمله کې حکومتي ساختمان تخریب شوی. هغې ویلي چې د ساختمان بام او پاسني پوړونه لګېدلي دي: «موږ به ساختمان بېرته ورغوو خو له لاس وتلي ژوند بېرته راګرځولی نشو.»
هغې زیاته کړه چې نړۍ باید د روسیې دغه اقدام ته عملي غبرګون وښيي: «نړۍ باید دغو ويجاړیو ته یوازې په الفاظو نه، بلکې پر عملي اقدام ځواب ورکړي. پر روسیې د فشارونو د ډېرولو اړتیا ده، په لومړي ګام کې ېې پر نفتو او ګازو باندې.»
روسیې تېره شپه پر اوکراین دغه حمله په داسې یو وخت کې کړې چې د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي دي چې هغه د سولې تړون له پاره له پوتین سره خبرو اترو ته تیار دی.
هغه همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر، دونالد ترمپ، څخه غوښتي چې د جګړې د پای ته رسولو په موخه دې پر مسکو فشارونه زیات کړي.
په عین وخت کې اروپايي رهبران هم د اوکراین جګړې د پای له پاره هلې ځلې کوي او په دې لړ کې ېې د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشارونه زیات کړي تر څو یو سولیز توافق ته غاړه کېږدي.
د اروپا د ۲۶ هېوادونو رهبرانو روانه اوونۍ ژمنه وکړه چې د جګړې له پای سره به په اوکراین کې د امنيتي ضمانتونو په توګه خپل ځواکونه مستقر کوي. پوتین ېې په غبرګون کې وویل چې په اوکراین کې د غربي ځواکونو مستقرول ګټور نه دي که غرب دا کار کوي، دغه ځواکونه به د مسکو لخوا په نخښه شي.
له آرشیف څخه: